د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري په ټول هېواد کې د محتسبینو لپاره څلور ورځني روزنیز سمینارونه پیل شول

fazli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۰:۶
smynaranw_bh_twl_wlaytwnw_pyl_shw.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست له لوري د هېواد په کچه د محتسبینو د ظرفیت لوړونې، دعوتي تګلارې، له خلکو سره د غوره چلند کولو، د قانون اورولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چارو څلور ورځني روزنیز سمینارونه پیل شول.

د روزنیزو سمینارونو دا روزنیزه لړۍ، چې د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست د جیدو شیوخ کرامو له لوري پر مخ وړل کېږي، چې تر دې دمه یې د هېواد په بامیانو، میدان وردګ، زابل او غزني ولایتونو کې سمینارونه تر سره کړي دي، چې د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځېږي.

په دې تړاو د محتسبینو د تعلیم او تربیت ریاست رئیس مولوي رازمحمد حامد وویل: چې  د وزارت مقام په لارښوونه محتسبینو ته له روزنیزو سمینارونو څخه یې موخه د قانون اورول، د محتسبینو ظرفیت لوړونه، له خلکو سره غوره چلند  او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي پر لارو چاو خبرې کول دي.

دغه راز محتسبین د روزنیزو سمینارونو دا لړۍ د ځان په ګټه بولي او زیاتوي، چې له دې سره به په ټولنه کې د ډېری منکراتو مخه په ښه ډول ونیول شي او دوی به تر پخوا په قوي ډول د ټولنې د سمون لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت له لوري په هرو درې میاشتو کې، د ټولو ولایتونو محتسبینو لپاره یو میاشتني روزنیز سمینارونه تر تیبېږي چې د قانون اورولو تر څنګ په ټولنه کې د هر ډول منکراتو د مخنیوي پر لارو چارو بحث او خبرې کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو تېره اونۍ په ټول هېواد کې د کوډګرو د نیولو، له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستو، مېرمنو د حقونو د تآمین او عامه ذهنیت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

BACK TO NEWS