د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د ټول افغانستان د ۳۴ ولایتونو په کچه د ۵۵۰ تنو د مبلغینو لپاره درې ورځنۍ اصلاحي او تربیتې غونډه پیل شوه.

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۳۵
nshst_mblghyn_ba_wzyr_sahb

یاده غونډه د لومړۍ ورځې لپاره د قران الکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه او موخه یې د مبلغینو د دعوتي او مسلکي ظرفیت د لوړولو،  د مبلیغینو د نوي قانون چې دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ورعاه له لوري توشیح شوی او تازه په رسمي جریده کې چاپ شوی دی، د مبلغينو د نوې نصاب او اړوندو اصولو د لا ښه تشریح او پوهاوي په موخه جوړه شوې ده، چې په ترڅ کې به یې ګډونوالو ته د شیوخو کرامو او مسولینو لخوا د یاد قانون د موضوعاتو، د دعوت د اصولو، د اصلاحي فعالیتونو او دعوتي چارو اړوند لازمې روزنې او لارښوونې وړاندی کړل شي.
ټاکل شوې ده چې دغه اصلاحي او تربیتې غونډه درې ورځې دوام وکړي او ګډونوال به د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د خپلو دعوتي او اصلاحي فعالیتونو د لا اغېزمنتیا لپاره له ترلاسه شویو زده کړو څخه ګټه واخلي.

۱۴۴۷/۱۲/۳۰ - ۱۴۰۳/۳/۲۵
د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت
د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS