د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له رئیس سره وکتل

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۱ - ۱۱:۳۳
11_jwza1405

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت قدرمن وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي راستنو شویو کډوالو ته چوپړونو په بهیر کې د ځينو ستونزو د حل، خنډونو لرې کولو او همغږۍ په موخه په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ له رئیس او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي عرفات جمال سره وکتل.

شیخ صاحب په تېرو کلونو کې راستنو شویو کډوالو ته د یادې ادارې مرستې او فعاليتونه وستايل او ویې ویل چې اسلامي امارت راستنو شویو کډوالو ته د اړینو اسانتیاوو د برابرلو په برخه کې له اړوندو ادارو سره ګډې هڅې کړي او د کډوالو ستونزو د حل لپاره یې د اړوندو امارتي ادارو ګډ کمیسیون رامنځته کړی دی.

ښاغلي شیخ صاحب زیاته کړه چې اوس افغانستان کې ډاډمن امنیت شتون لري او تر بل هر وخت ښه فرصت دی چې افغان کډوالو ته اسانتیاوې برابرې شي‌.

ښاغلي شيخ صاحب همداراز ډاډ ورکړ چې په ټولنه کې د ټولو وګړو د شرعي حقونو خوندیتوب د اسلامي امارت په ځانګړي ډول امر بالمعروف وزارت ته لومړیتوب لري او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې د سلګونو زرو وګړو شرعي او اساسي حقونه خوندي شوي دي.

شیخ صاحب همداراز یادونه وکړه چې اوس د خویندو د شکایتونو اورېدلو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته شوي او خویندی کولای شی د ۱۹۱ وړيا شمېرې له لارې په ۲۴ ساعته ډول خپلې ستونزې له یاد وزارت سره شريکې او یاد وزارت ژمن دی چې د‌هغوی ستونزې واوري او له خپلو حقونو یې برخمنې کړي.

ورپسې د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د کډوالۍ د عالي کمېشنرۍ رئیس عرفات جمال د خپلې ادارې د فعالیتونو او وروستیو لاسته راوړنو په تړاو معلومات ورکړل او ويې ویل چې له ۲۰۲۳ زېږدیز کال راهیسې تر دې دمه شاؤخوا شپږ مېلیونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستانه شوي، چې د ټول نفوذ ۱۵ سلنه جوړوي.

ښاغلي عرفات زیاته کړه چې دوی هڅه کوي له راستانه شویو کډوالو سره د نقدي مرستو ترڅنګ د سرپناه په برابرولو او د کوچني کاروبارونو رامنځته کولو کې مرستې وکړي او په دې برخه کې یې له اسلامي امارت سره په ګډه همغږۍ په ځینو ولایتونو کې ځينې پروژې هم پلي کړې دي.

هغه همداراز ډاډ ورکړ چې هڅه کوي د راستنو شویو کډوالو د لاسنیوي او هغوی سره د مرستو لپاره اړينې مرستې راجلب کړي او نړیوالو ته د افغانستان ريښتينې او مثبت انځور وړاندې کړي.

یاده دې وي چې د ناستې په اوږدو ښاغلي عرفات د ځينو موضوعاتو په تړاو خپل وړاندیزونه او ستونزې د وزارت له قدرمنې رهبرۍ سره شریکې کړې او د ښاغلي شیخ صاحب له لوري د بشپړې همکاري ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۲
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د روان ۱۴۰۵کال د جوزا میاشتې د کړنو او لاسته راوړنو راپور

د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو او منسوبینو د روان (۱۴۰۵) کال په جوزا میاشت کې په ټولنه کې د بدو او ناوړه دودونو د مخنیوي، د قومي، ژبني او کورنیو دښمنیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۱:۱۹
Background image

ارزګان ولایت کې محتسبینو یوه مېرمن له غیر شرعي نکاح څخه وژغورله

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د ارزګان ولایت محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او په دې برخه کې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه یوه  مېرمن، چې د کورنیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۹:۵
Background image

محتسبینو د هېواد په (۷) ولایتونو کې (۲۶) مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ننګرهار، غور، زابل، نیمروز، جوزجان، کاپیسا او ارزګان ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د. . .

BACK TO NEWS