د امربالمعروف وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي له دیني عالمانو، داعیانو او قلموالو سره د همغږۍ په موخه ناسته وکړه 

fazli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۰:۴۹

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د دې وزارت د غونډو په تالار کې له علماوو ، داعیانو او قلموالو سره د دعوتي چارو  د سمون او په دې برخه کې د همغږۍ په موخه ناسته وکړه.

د ناستې په پیل کې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل: د قلم پر ځای کارول جهاد اکبر دی چې باید د دین خدمت پرې وشي او د اسلامي نظام د دفاع له پاره کار ترې واخیستل شي، ځکه چې الله جل جلاله تاسې ته توان درکړی او د قیامت په ورځ الله جل جلاله درنه پوښتنه  کوي.
ښاغلي شیخ صاحب زیاته کړه، په دین کې استقامت د مسلمانان ځانګړنه ده، لکه څرنګه چې د خپل مال او کور د ساتلو لپاره دیوالونه جوړوو، نو په کار ده چې د عقیدې دیوالونه هم دومره لوړ او پياوړي وساتو چې غلیم ته د تیري فکر هم زړه ته ور نشي.
د شیخ صاحب حنفي په وینا: اسلامي نظام پر موږ د الله جل جلاله نعمت دی موږ که د دې نعمت شکر ادا نکړ الله جل جلاله به له موږ څخه دا نعمت واخلي او د دې نعمت شکر اداینه همدا ده چې له هرې ممکنې لارې د نظام خدمت وکړو.

دغه راز شیخ صاحب علماوو، قلم والو او داعیانو ته په خطاب کې وویل: تاسې د قلم او نظر خاوندان یاست، تاسې ته معلومه ده چې نن سبا د دعوت او قلم جګړه ده نو په همدې اساس د غرب د منفي تبلیغاتو په مقابل کې قلمي او دعوتي مبارزه او د عامه ذهنیت سمون ستاسې دیني عالمانو او قلم والو مسؤلیت دی.

د یادولو وړ ده چې د ناستې په پای کې راغلو علماوو، داعیانو او قلموالو خپل نظرونه شریک کړل او د داسې ناستو جوړول یې په کارونو کې د همغږۍ او مرستې  غوره لار وبلله او د داسې ناستو د دوام غوښتنه یې وکړه.
 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS