خوست کې د امر بالمعروف وزارت د قانون د تنفیذ اونیزه ناسته وشوه

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۴
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د خوست ولایت د امر بالمعروف ریاست مسؤلینو د دې ولایت د والي مولوي عبدالقیوم روحاني په مشرۍ د امر بالمعروف وزارت د قانون د تطبیق، ټولنیزو ستونزو د حل، اسلامي ارزښتونود پیاوړي کولو او په اړوندو برخو کې د قوانینو د عملي پلي کولو په موخه د امر بالمعروف وزارت د قانون تنفیذ اونیزه ناسته وشوه.

د ناستې ګډون والو د امر بالمعروف د قانون د تطبیق چاره اړینه وبلله او ټینګار یې وکړ، چې امارتي مسؤلین باید پخپلو چارو کې له عدل او انصاف څخه کار واخلي  او خپلې کړنې دې  د شریعت د لارښوونو په اساس تر سره کړي ، څو د اسلامي ارزښتونو د پیاوړتیا تر څنګ د خلکو ترمنځ د ورورولۍ او همغږۍ فضا نوره هم پیاوړې شي.

د کمېټې غړو د ټولو امارتي ادارو استازو ته په خطاب کې وویل، چې خپلو کارمندانو ته سپارښتنه وکړي څو د ذي ‌روح شیانو تصویرونه له دفترونو او موټرو څخه لرې کړي او د امربالمعروف ریاست او علماوو شورا ته دنده وسپارل شوه، څو د مجسمو جوړوونکو کارخانو او د چاپ خونو مسؤلینو سره د اصلاح په موخه ځانګړې غونډې وکړي او هغوی د دې عمل له دوام څخه منع کړي.

د یادولو وړ ده، چې د قانون د تطبیق کمېټې څه موده وړاندې هم د یتیمانو او مظلومانو سره د ناوړه چلند مخنیوي، بدعتونو له منځه وړلو، د ډاکټرانو له لوري د نه لوستل کېدونکو نسخو نه لیکو او په ټولنه کې د ټولو ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناسته کړې وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۹:۳۳
Background image

کاپیسا کې د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري څلور ورځنی روزنیز سمینار پای ته ورسېد


د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د محتسبینو او مبلغینو د تعلیم او تربیت عمومي ریاست له لوري په کاپیسا ولایت کې د مرکز او ولسوالیو محتسبینو ته د یاد وزارت د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

BACK TO NEWS