امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۹:۲۶
awny_khbrwnh_14tr_20_mtn.jpeg

د همغږۍ په موخه ناستې:

محتسبینو په ټول هېواد کې له امارتي ځایونو، دیني عالمانوو قومي مخورو، ځوانانو، ښوونځیو، مساجدو او روغتونونو له مسؤلینو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، عامه ذهنیت سمون، اسلامي نظام سره د همکارۍ او په کارونو کې د همغږۍ په موخه نیږدې دوه زره ناستې وکړې.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۶)  لویې دښمنۍ او (۴۸) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په غزني، بغلان، تخار، پروان، دایکندي او بلخ ولایتونو کې (۱۳) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۳۴) اصلاحي ناستې کړې او نیږدې اته ټنه تاریخ توکي له منځه وړل شوي دې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

 محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۰۸) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۴۶) د کورني تاوتریخوالي، (۱۵) د میراث، (۹) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۴) د ولور، (۱۰) د نفقې ورکړې، (۶) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینې برابرولو او (۸) د طلاق قضیې حل شوې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۳:۵۸
Background image

کونړ کې محتسبینو له ځوانانو سره د همغږۍ او  فکري سمون په  موخه ناسته وکړه

 د کونړ ولایت محتسبینو په څوکۍ ولسوالۍ کې له ځوانانو سره د همغږۍ، ناوړه دودونو د مخنیوي، فکري سمون، په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه ناسته وکړه.

د محتسبینو له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۹:۳۳
Background image

محتسبینو په پنځو ولایتونو کې ۱۶مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

محتسبینو په بلخ، ننګرهار، سرپل، بغلان او تخار ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۱۶ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۲۸
Background image

هلمند کې محتسبینو یوه مېرمن له ۱۴ کلن کورني بند څخه وژغورله

هلمند ولایت کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام په ګرمسېر ولسوالۍ کې هغه مېرمن چې د پلار او وروڼو له لوري نیږدې ۱۴کاله په کورني بند کې ساتل کېدله او له خپلو ټولو شرعي حقونو څخه بې. . .

BACK TO NEWS