امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۱:۲۷
awwny_lnd_khbrwnh

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ الحدیث مولوي محمد خالد الحنفي ولایتونو ته د رسمي سفر په لړ کې د جنوبي ولایتونو له دیني عالمانو، مسؤلینو، متنفذینو او قومي مخورو سره، د یاد  وزارت د قانون د تطبیق، ناوړه دودونو د مخنیوي او په دې برخه کې د همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۱۱۸) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې له جملې یې (۶۰) د کورني تاوتریخوالي، (۸) د میراث، (۱۰) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۱۱) د ولور، (۹) د نفقې ورکړې، (۸) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابرولو او (۱۲) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

د دې وزارت  مسؤولینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره  په ځینو ولایتونو کې (۱۵)  لویې دښمنۍ او (۵۳) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز محتسبینو په د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه په بلخ،پغلان،پروان، تخار، ننګرهار،کابل او جوزجان ولایتونو کې (۱۳) کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېر او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۲۰۰) اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۱:۲۲
Background image

محتسبینو د هېواد په نهو ولاتونو کې (۲۲) دښمنۍ او شخړې حل کړې

 د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند په فراه، بغلان، دایکندي، غور، نورستان، بلخ، تخار، سرپل او ننګرهار ولایتونو محتسبینو په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ټولنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۵۰
Background image

محتسبینو په سرپل ولایت کې دوه کوډګر نیولي دي

 د سرپل ولایت محتسبینو د خپلو کړنو پر دوام دوه هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو یې د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS