په زابل او لغمان ولایتونو کې محتسبینو اووه مېرمنې له خپلو شرعي حقونو برخمنې کړې

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۸:۳۹
dr_zabl_w_lghman_hft_zn_az_hqwq_shan_mstfyd_shdnd.jpg

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د زابل و لغمان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنتیا او په دې برخه کې د لدو پېښو او ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې د ناوړه دودونو له مخې له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

د یادو ولایتونو مسؤلین وایي، یادې مېرمنې چې د ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو په اساس له میراث، نفقې او ولور له حقونو څخه بې برخې وې او د کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلند کېده د محتسبینو په هڅو له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنو هغو حقونو ته رسېدنه کوي چې په ټولنه کې مېرمنې د ناوړه دودونو او بې معنا غیرتونو له امله هغوی څخه بې برخې شوې دې او هېڅ چاته به اجازه ور نکړو چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

د یادولو وړ ده، چې د یاد وزارت محتسبینو د هېواد په کچه، د مېرمنو حقونو ته د رسېدنې په برخه کې زرګونه بېلا بېلو قضیو ته رسېدنه کړې، چې پکې د میراث، کورني تاوتریخوالي، ولور، په بدو کې ورکړې او غیر شرعي نکاح ګانو قضیې حل شوې دې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۳:۵۴
Background image

ننګرهار؛ محتسبینو یوه نجلۍ د زیاتو پیسو په بدل کې له ورکولو وژغورله

د ننګرهار د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ښځو حقونو ته په ژمنتیا او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي په موخه د دیني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۳۳
Background image

محتسبینو په نهو ولاتونو کې (۳۵) دښمنۍ او شخړې حل کړې

محتسبینو په لغمان، سرپل، نورستان، کاپیسا، پروان، تخار، بغلان، بدخشان او بامیان ولایتونو په مرکز او ولسوالیو کې د ټولنیز ثبات، د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او د یووالي روحیې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۴۴
Background image

محتسبینو په څلورو ولایتونو کې له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پردوام او د امربالمعروف وزارت له لارښوونو سره سم په سمنګان، تخار، زابل او بلخ ولایتونو کې د سالم اقتصادي نظام د رامنځته کولو، نرخونو کنټرول، تاریخ تېر موادو. . .

BACK TO NEWS