امربالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې 

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۹:۲۹
whatsapp_image_2026

۱- د اصلاحي او عامه پوهاوي غونډو جوړول:
د امربالمعروف، نهی عن المنکر او  شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو او مبلغینو په دې اونۍ کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي، د عامه پوهاوي د کچې لوړولو په موخه، له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره تر ۶۲۴ ډېرې اصلاحي او د پوهاوي غونډې کړې دي.

له بلې خوا، د دغه وزارت نظامي مسؤلینو او محتسبینو د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې له نظامي ارګانونو څخه د څارنې ترڅنګ، د وزارت د لارښوونو د پلي کولو او ګډې همغږۍ رامنځته کولو په موخه، له مسؤلینو او منسوبینو سره اصلاحي ناستې کړې دي.

همدارنګه، محتسبینو د بازارونو د چارو د تنظیم، د شرعي احکامو د تطبیق، د احتکار او ګران‌پلورنې د مخنیوي په موخه، له سوداګرو او هټۍوالو سره نږدې ۳۶۲  اصلاحي کړې دي او له سوداګرو یې غوښتي چې خپلې ورځنۍ تجارتي کړنې له دیني اصولو سره سمې تر سره کړي.

د رسنیو څارنه:
دغه راز د یاد وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست مسؤلینو د وزارت د لاسته راوړنو د خپرولو ترڅنګ، په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې د لسګونو سرغړونو مخنیوی کړی او سرغړوونکو اشخاصو او مسؤلینو ته یې لازمې سپارښتنې کړې دي، څو د رسنیزو پروګرامونو او محتوا د خپرولو پر مهال د اسلامي شریعت احکام، دیني ارزښتونه او اخلاقي اصول رعایت کړي.

۳- د کوډګرو نیول:
 محتسبینو د خرافاتو پر وړاندې د مبارزې او د اسلامي شریعت له احکامو او دیني ارزښتونو سره د مخالفو کړنو د مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې په بلخ، کابل، فاریاب، ننګرهار او پروان کې ۶ هغه کسان نیولي چې د جادو او خرافاتي کړنو په کولو بوخت وو، چې د شرعي پرېکړې په موخه یې عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دې.

۴- د شخړو حل او دښمنیو پای ته رسول:
 محتسبینو د دښمنیو د له منځه وړلو او د خلکو ترمنځ د یووالي او ورورولۍ روحیې د پیاوړتیا په موخه، په دې اونۍ کې د دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ، په مرکز او ځینو لایتونو کې  ۱۳ دښمنۍ او ۷۹ شخړې د اسلامي شریعت له احکامو سره سمې حل کړې دي.

۵- د ښځو شرعي حقونو ته رسېدنه:
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت منسوبینو د ښځو د شرعي حقونو د تأمین په موخه د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۱۱۸ قضیو ته رسېدنه کړې ده.

په دغو قضیو کې ظلم، اجباري نکاح، میراث ، ولور، نفقه، د شرعي نکاح د زمینې برابرول او طلاق شاملې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۴۹
Background image

پکتیکا کې محتسبینو (۹) شخړې حل او د ښکېلو اړخونو تر منځ یې روغه وکړه

محتسبینو په پکتیکا ولایت کې د مرکز ښرنې په ګډون په سروبي، خوشامند، یوسف خیل او ګومل ولسوالیو کې د قومي او ژبني تعصباتو د له منځه وړلو او ټولنیز ثبات په موخه د کورنیو تر منځ د ترافیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۴۰
Background image

غزني؛ محتسبیو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

د غزني ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په اب بند ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۰:۵
Background image

بامیان؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره نیولی دی

 د بامیان ولایت محتسبینو د خپلو کړنو په دوام په ورس ولسوالۍ کې هغه کوډګر، چې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې. . .

BACK TO NEWS