زابل کې یوې مېرمنې د محتسبینو په هڅو د ولور شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
Wed, Dec 31 2025 10:48 AM
tamyn_hqwq_yk_zn_dr_zabl.jpeg

د زابل ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو خپلوانو څخه د ولور اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.

په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې بل چاته په نکاح شوې وه او د وروڼو له لوري یې د ولور حق نه ورکول کېده د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.

دغه راز د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین زیاتوي، چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS