د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر بلخ ته سفر وکړ

fazli_admin
Mon, Dec 01 2025 3:28 PM
sfr_wzyr_sahb_bh_blkh_10_qws.jpg

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د ناوړه دودونو مخنیوي، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي، همغږۍ او عامه پوهاوي په موخه بلخ ولایت ته ولاړ او د یوې غونډې په ترڅ کې یې د دې ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو، علماء کرامو، قومې مشرانو، ګذر وکیلانو او ګڼ شمېر ځوانانو او زده کړیالانو سره وکتل.

په دې تړاو جوړه شوې ناسته کې، چې د سيمه ییزو مسؤولينو ترڅنګ د نظامي محکمې مرستیال او د امیرالمؤمنین حفظه الله استازو هم ګډون درلود د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ الحدیث محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر پر ارزښت وغږېد او ویې ویل: د اسلامي شريعت پر سر چاسره معامله نه کوو او خپلې چارې ټولې د خپل شرعي قانون سره سمې مخته وړو.

شیخ صاحب الحنفي زیاته کړه چې په تېرو کلونو کې د ناوړه دودونه له امله د ټولنې ډېری وګړي په ځانګړې توګه خویندې له خپلو حقونو بې برخې وې او ټینګار یې وکړ چې د امر بالمعروف وزارت په ټولنه کې د ناوړه دودونو له منځه وړلو ته ژمن دی او هیچا ته به اجازه ورنکړل شي ترڅو په ناوړه او شریعت خلاف کړنو لاس پورې کړي.

شیخ صاحب همدا راز د خپلو خبرو په دوام کې له محتسبینو وغوښتل ترڅو په خپلو دعوتي او اصلاحي چارو کې له نرمښت او غوره چلند کار واخلي او که چرته مسؤولین منکرات ترسره کوي له هغوی سره نرمي نه ده په کار، باید تیروتنو ته یې پام ور واړوو.

شیخ صاحب همداراز له ځایي مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل، چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو په خپلو خبرو کې د ټولنې اصلاح او مثبت فکري بدلون کې د امر بالمعروف وزارت ونډه اساسي وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو ته ژمن دي او یاده برخه کې به بشپړه هڅه کوي.

هېره دې نه وي په یاده ناسته کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون په تطبیق کې د علماوو د همکارۍ په تړاو د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان هم په دواړو ملي ژبو ولوستل شو.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS