پکتیکا کې هغه سوداګر نیول شوی چې په لرګیو به یې د وزن د زياتوالي لپاره اوبه پاشلې

fazli_admin
Mon, Dec 01 2025 9:35 AM
ahtkar_w_mamlat_.jpg

د پکتیا ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې هغه سوداګر، د لرګیو د وزن زیاتولو لپاره به یې له خرڅلاو دمخه په لرګیو اوبه پاشلې، نیولی دی.

د پکتیکا ولایت د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو رئیس مولوي رحمت الله محق وایي، چې نوموړی به د خرڅلاو لپاره یوه ورځ وړاندې لرګي لمدول، ترڅو سبا یې په تله کې وزن ډېر ښکاره شي.

د هغه په وینا، یاد کس یې د خلکو له شکایت او د قضیې له بشپړ څېړلو وروسته نیولی او د شرعي سزا لپاره یې عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلی دی.

یاده دې وي، چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ډاډ ورکوي، چې په بازارونو کې د سود، احتکار، دوکې او نورو ناوړه کړنو مخنیوي ته ژمن دي او له دې وړاندې یې هم د ورته کړنو مخه نیولې ده.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS