خوست کې یوې مېرمنې د محتسبینو په مرسته شل کاله وروسته د نکاح شرعي حق تر لاسه کړ

fazli_admin
Wed, Nov 26 2025 11:01 AM
dr_khwst_yk_nkah_jbry_jlwgyry_shd.jpg

د خوست ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو د دې ولایت په باک ولسوالۍ کې یوه مېرمن چې له تېرو (۲۰) کلونو راهیسې د نکاح له شرعي حق څخه بې برخې وه د محتسبینو په هڅو له اوږده محرومیت څخه وژغورل شوه او د نکاح شرعي حق یې تر لاسه کړ.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده مېرمن چې د خپل پلار له لوري شل کاله وړاندې په کوچینوالي کې په بدو کې ورکړل شوې وه، چې د خسرګنۍ له لوري معلقه پاتې شوې وه او خاوند یې هم معلوم نه و  د محتسبینو په هڅو له اوږد مهاله محرومیت څخه خلاصه او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنه شوه.

مسؤلین زیاتوي: د مېرمنو خوښه په نکاح کې د هغوی شرعي حق دی، چې باید ترې برخمنې شي، چې په وینا یې: «هیڅ چاته به اجازه ور نه کړو، چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي او د هغو پېښو مخه به نیسو چې د مېرمنو حقوق ګواښي».

بل خوا ځایي اوسېدونکي په ټولنه کې د معروفاتو اقامې، منکراتو مخنیوي او د مېرمنو له شرعي حقونو دفاع او ورکړې په برخه کې د محتسبینو کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې له دې سره به په ټولنه کې د زیاتو ناوړه دودونو او غیر شرعي کړنو مخه ونیول شي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS