زابل ولایت کې محتسبینو د دیني عالمانو په منځګړیتوب یوه دښمني حل کړه
د زابل ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتوو اورېدلو ریاست محتسبینو د خپل دیني، اخلاقي او ټولنیز مسؤلیت له مخې، دیني عالمانو او قومي مخورو مشرانو په منځګړیتوب په دایچوپان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو تر منځ د ځمکې پر سر راپورته شوې شخړه حل کړه.
دا اوږد مهاله دښمني، چې د یادو کورنیو تر منځ د دوامداره شخړو لامل شوې وه د محتسبینو په هڅو او د سمیې د دیني عالمانو او قومي مخورو په منځکړیتوب حل شوه.
په دښمني کې ښکېلو اړخونو پردې جوړ جاړي خوښي وښوده او په دې ولایت کې یې د محتسبینو کړنې وستایلې.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د نورو منکراتو د مخنیوي تر څنګ په تېره یوه میاشت کې د هېواد په کچه د سلګونو لویو او وړو دښمنیو مخه نیولې او په دې پار یې کړنې لا هم دوام لري.
