کنړ کې د محتسبینو په هڅو د غیر شرعي نکاح پر سر را پورته شوې دښمني حل شوه 

fazli_admin
Sun, Sep 28 2025 9:32 AM
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

د کنړ ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو د ټولنیز عدالت د تأمین او د مېرمو د شرعي حقونو د ورکړې په موخه په دې ولایت کې د دوو کورنیو تر منځ د غیر شرعي نکاح پر سر راپورته شوې دښمني چې د ګڼو کورنیو ستونزو لامل شوې وه حل کړه.

په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده دښمني، چې د دوو کورنیو ترمنځ د اجباري نکاح پر سر راپورته شوې وه، چې د نجلۍ پلار خپله لور چې یو ځل یې بل چاته په شرعي نکاح ور کړې وه، اوس یې غوښتل چې په نجلۍ باندې په جبري توګه نکاح فسخه کړي او په جبري توګه یې بل چاته په نکاح کړي، چې د محتسبینو په هڅو او د قومي مخورو په منځګړیتوب د دې ناوړه پېښې مخه ونیول شوه او دښمني حل شوه.

 د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف وزارت محتسبینو د هېواد په کچه د مېرمنو د حقونو پر سر د راپورته شوو سلګونو شخړو مخه نیولې او ډاډ څرګندوي، چې هېڅ چاته به اجازه ور نکړي چې د مېرمنو شرعي حقوق تر پښو لاندې کړي او پر وړاندې یې له تاوتریخوالي ډک چلند څخه کار واخلي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS