د بغلان ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو په بدو کې د یوې نجلۍ د ورکړې مخه ونیوله

fazli_admin
Tue, Sep 09 2025 8:42 AM
d_bghlan_wlayt_yw_njly_wzhghwrl

د بغلان ولایت د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست مسؤلینو  د ټولنیز عدالت د تأمین او د خپل ټولنیز مسؤلیت له مخې په برکي ولسوالۍ کې د یوې نجلۍ په بدو کې د ورکولو د ناوړه پېښې مخه ونیوله.

په دې تړاو یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو وویل: یاده ځوانه نجلۍ چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د حقوقي مسائلو پر سر د را پورته شوې دښمنۍ د حل په موخه یې مقابل لوري ته په غیر شرعي ډول په نکاح کړي، چې د د ې ولایت د امر بالمعروف د مسؤلینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

بلخوا ځایي اوسېدونکي دا پرېکړه د ټولنیز عدالت د تأمین، د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي د ډکو پېښو د مخنیوي او په ځانګړي ډول د جبري ودونو د مخنیوي غوره ګام بولي.

 د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو په یوه بل غوره اقدام کې د درې کم عمره نجونې د پور په بدل کې له ورکړې ژغورلې وې.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS