‏د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو محترم وزیر په نورستان کې د نوي رغول شوي جامع جومات د پرانیستې مراسمو کې ګډون وکړ

fazli_admin
Mon, Aug 25 2025 10:02 AM

د نورستان ولایت د دواب ولسوالۍ د شوک کلي اوسېدونکو د اشغالګرو له لوري ویجاړ شوی جومات د شاؤخوا ۱۵ میلیونه افغانیو په شخصي لګښت بیا رغولی او د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب، ځایي مسؤولینو او ګڼو ځایي ولسونو په شتون کې د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو.

د ځایي مجاهدینو او مشرانو په وینا، یاد جومات د ۲۰۰۸م کال د امریکایي ځواکونو د بمباریو پر مهال سخت زیانمن شوی و او د سیمې مسجد، مدرسه، دیني زده کوونکي او ګڼ شمېر ملکي وګړي شهیدان شوي وو.

هغوی زیاتوي چې د یادو بمباریو په پایله کې  لسګونه کورونه بشپړ ویجاړ شوي او نږدې ۱۰۰ تنه ملکي وګړي شهیدان او زخمیان شول.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت وزیر شیخ محمد خالد الحنفي په دې تړاو جوړه شوې ناسته کې وویل، د اسلامي امارت د مدارسو او تعلیمي ادارو د جوړیدو لپاره ځانګړی پام شوي او په تېرو کلونو کې د هېواد په کچه ګڼ شمېر جوماتونه او تعلیمي ادارې جوړې شوې دي.

ښاغلی شیخ صاحب زیاته کړه، چې د الله تعالی شکر دی چې اوسمهال په هېواد کې بشپړ امنيت تامين شوی او ټول افغانان په یووالي او ورورولي کې ژوند کوي.

Latest news

Thu, Aug 21 2025 9:48 AM
Background image

وزارت امر بالمعروف نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات امارت اسلامی افغانستان، در راستای تحقق ارزش‌های والای اسلامی، تقویت عدالت اجتماعی و ترویج فضایل اخلاقی، طی هفته اخیر اقدامات مؤثری را در. . .

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

BACK TO NEWS