د بغلان ولایت د امر بالمعروف رئیس د یاد ولایت له امنیه قومندان او نورو امنیتي مسؤلینو سره د اصلاحاتو په موخه ناسته ترسره کړه

د بغلان ولایت د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو ریاست رئیس مولوي خلیلالرحمن راشد د ولایت د امنیه قومندانۍ، امنیتي ارګانونو له مسؤلینو، آمرینو، مدیرانو او مجاهدینو سره د اصلاحاتو په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.
دغه غونډه چې د یاد ولایت امنیه قومندان مولوي عبدالحق حقاني په مشرۍ او د نظامي او ملکي پرسونل په حضور کې ترسره شوه، په کې د هېوادوالو سره د ښه سلوک، د خدماتو په وخت وړاندې کولو، او له بیت المال څخه دسمې استفادې په تړاو سپارښتنې او لارښوونې وشوې.
په یاده ناسته کې ښاغلي راشد ټینګار وکړ چې د ادارې د ښه والي او د خلکو د رضایت د ترلاسه کولو لپاره باید ټول مسؤلین له خپلو مسؤلیتونو په بشپړ ډول خبر وي، له خلکو سره ښه سلوک وکړي، له بیت المال څخه شخصي استفاده ونه کړي او خپلې دندې په رښتینولي او مسلکي ډول تر سره کړي.
د غونډې په پای کې د امنیه قومندانۍ او امنیتي ارګانونو مشرانو د همکارۍ او ګډو هڅو ژمنه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د منکراتو په مخنیوي او د معروفاتو په اقامه کې به له محستبینو سره مرسته کوي