د میدان وردګ ولایت محتسبینو یوه مېرمن له کورني تاوتریخوالي وژغورله

fazli_admin
Mon, Jun 30 2025 8:26 AM
mydan_wrdk_-njat_yk_zn_az_khshwnt.jpg

د میدان وردګ ولایت محتسبینو د دې ولایت په سید آباد ولسوالۍ کې د ټولنې اصلاح او د مېرمنو حقونو خوندیتوب ته په ژمنتیا یوه مېرمن له کورني تاوتريخوالي وژغورله.

د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست د مسؤولینو په وینا، یاده مېرمن چې د خپل خاوند او خسرګنۍ له لوري له فزیکي او رواني زورونې سره مخ وه، د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د کورنۍ غړو ته یې د مېرمنو د حقونو په تړاو بشپړ معلومات ورکړل او له هغوی یې ژمنه واخیسته تر څو په راتلونکي کې له ورته عمل څخه ډډه وکړي او د یادې مېرمنې ټول شرعي او انساني حقوق به ورکوي.

 محتسبین زیاتوي، د مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی، د هغوی د حقونو لکه میراث، مهر، د خاوند له لوري د نفقې نه ورکول او له هغوی سره هر ډول ناوړه چلند تر سره کول د اسلام په مبارک دین کې ناروا بلل شوي دي، هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د مېرمنو شرعي حقونه تر پښو لاندې کړي.

Latest news

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

Wed, Mar 19 2025 2:05 PM
Background image

The Hearing Complaints Department Addresses Nearly 140 Women’s Sharia Cases

The Department of Hearing Complaints, Directorate for the Promotion of Virtue in Bamyan, reports handling nearly 140 women’s Sharia cases over the past two years in both the center and. . .

BACK TO NEWS