میدان وردګو کې محتسبینو یوه مېرمن له اوږد مهاله کورني تاوتریخوالي وژغورله

fazli_admin
Tue, Jun 17 2025 8:37 AM
mydan_wrdk_.jpg

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د میدان وردګ ولایت محتسبینو د دې وزارت له لوري د مېرمنو د حقونو د ورکړې او ساتنې په موخه، د نوي توشیح شوي قانون له مخې یوه مېرمن، چې له تېرو څو کلنو راهیسې د خاوند او لېورونو له لوري له ظلم، زور زیاتي او جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وه، وژغورله.

 

په دې تړاو د یاد ولایت محتسبینو وویل: یاده مېرمن، چې د نرخ ولسوالۍ اوسېدونکې ده، له تېرو څو کلونو راهیسې د خسرګنۍ له لوري له جدي کورني تاوتریخوالي سره مخ وه او د کورنیو ستونزو پر اساس د پلار کور ته له تګ څخه منع شوې وه، د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او د خسرګنۍ له غړو څخه یې وغوښتل شول، چې په راتلونکي کې د داسې غیر شرعي کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.

ورته مهال د فاریاب ولایت محتسبینو په یو بل ورته اقدام کې یوه مېرمن له دوه کلن کورني تاوتریخوالي وژغورله او یوې بلې مېرمنې ته یې د مهر یا ولور حق وسپاره او د نجلۍ کورنۍ ته یې په سپارښتنو کې وویل: مهر، میراث، په خپله خوښه نکاح کول او پر خاوند باندې د مېرمنې نفقه دا د هغوی شرعي حق دی چې باید ورته وسپارل شي، تر څو په ټولنه کې الهي قوانین پلي او د شته ناوړه دودونو او بدیو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو د ساتنې او ورکړې په موخه د نوي توشیح شوي قانون پر اساس مېرمنو ته د میراث، خپلې خوښې نکاح، ولور او نورو برخو کې سلګونه پېښو ته رسېدنه کړې او په دې برخه کې یې د شته ستونزو مخه نیولې ده.

Latest news

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

Wed, Mar 19 2025 2:05 PM
Background image

The Hearing Complaints Department Addresses Nearly 140 Women’s Sharia Cases

The Department of Hearing Complaints, Directorate for the Promotion of Virtue in Bamyan, reports handling nearly 140 women’s Sharia cases over the past two years in both the center and. . .

BACK TO NEWS