د شپږ کلن کورني تاوتریخوالي قرباني شوې مېرمن د محتسبینو له لوري وژغورل شوه 

fazli_admin
Thu, Apr 17 2025 11:31 AM
mydan_wrdk_hl_akhtlafat.jpg

 د میدان وردګ ولایت د نرخ ولسوالۍ محتسبینو د سیمې د قومي مخورو په ملتیا یوه مېرمن چې د خپل خاوند له لوري له تېرو شپږو کلنو راهیسې له هر ډول شرعي حقونو څخه بې برخې او کورني تاوترخوالي سر مخ وه  وژغورله. 
په دې تړاو د یاد ولایت د امر بالمعروف رئیس وایي، یاده مېرمن چې د کریمدادو د کلي اوسېدونکې ده، له شپږ کلونو راهیسې د خپل خاوند له لوري له خپلو ټولو شرعي او انساني حقوقو څخه بې‌ برخې پاتې شوې وه د محتسبینو له لوري وژغورل شوه او له خاوند څخه یې ژمنه واخیستل شوه چې په راتلونکي کې د داسې کړنو له تر سره کولو ډډه وکړي.
هغه زیاتوي، د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي فرمان او د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د سپارښتنو پر اساس د مېرمنو د ټولو حقونو ورکړې او ساتنې ته ژمن دي او هڅه کوي چې په هېواد کې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډکو او ناوړه پېښو کچه په تمامه مانا را کمه کړي. 
دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت محتسبینو تر دې وړاندې هم په دې ولایت د لسګونه ورته پېښو مخه نیولې او ځایي اوسېدونکي د محتسبینو دا کړنې ستایي او ډاډ څرګندوي چې د ټولنې په اصلاح کې د محتسبینو تر څنګ ولاړ دي.

Latest news

Mon, Mar 24 2025 10:54 AM
Background image

Muhtasibeen Resolve Conflict in Baghlan and Prevent Forced Marriage

Muhtasibeen in Dandghori, Baghlan, resolved a dispute that had led to a tribal decision to exchange a girl in bad marriage (forced marriage). They emphasized the importance of. . .

Wed, Mar 19 2025 2:05 PM
Background image

The Hearing Complaints Department Addresses Nearly 140 Women’s Sharia Cases

The Department of Hearing Complaints, Directorate for the Promotion of Virtue in Bamyan, reports handling nearly 140 women’s Sharia cases over the past two years in both the center and. . .

BACK TO NEWS