د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

fazli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۰:۳۹
awwny_khbrwnh_31_jwza_tr_5_srtan.jpg

 د مېرمنو حقونو ته رسېدنه:

د امربالمعروف وزارت ولایتي محتسبینو په دې اونۍ کې د مېرمنو د حقونو اړوند (۹۷) بېلابېلې قضیې حل کړې دي، چې د یادې شمېرې له مخې (۵۳) د کورني تاوتریخوالي، (۱۰) د میراث، (۸) د غیر شرعي نکاح ګانو،(۹) د ولور، (۷) د نفقې ورکړې، (۴) مېرمنو ته د شرعي نکاح زمینه برابره شوې او پاتې (۶) د طلاق قضیې حل شوې دي.

د قومي دښمنیو حل:

محتسبینو په ټولنه کې د قومي او ژبني تعصباتو د مخنیوي او د یووالي روحیې د پياوړې کولو لپاره د هېواد په کچه (۱۴)  لویې دښمنۍ او (۴۱) وړې شخړې حل کړې دي.

د کوډګرو نیول:

دغه راز د امر بالمعروف وزارت محتسبینو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي، ټولنیز عدالت د تأمین او د خرافاتو د مخنیوي په موخه (۶) تنه کوډګر نیولي او د شرعي پرېکړې په موخه یې، عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندلي دي.

له سوداګرو سره ناستې:

  محتسبینو په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د کموالي، د تاریخ تېره او بې کیفیته موادو د خرڅلاو د مخنیوي په موخه له سوداګرو او هټۍوالو سره (۱۹۵) اصلاحي ناستې کړې دې.

اصلاحي ناستې:

 او وروستی خبردا، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو د هېواد په کچه له ځایي خلکو سره د عامه ذهنیت د سمون، اسلامي نظام د ملاتړ او په ټولنه کې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په موخه په دې اونۍ کې(۳۸۹) اصلاحي ناستې کړې دې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۸:۲۶
Background image

فشرده فعالیت وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات با تکیه بر احکام و ارزش‌های اسلامی و تطبیق برنامه‌های اصلاحی، در زمینه ترویج معروفات، جلوگیری از منکرات، تحکیم اخوت اسلامی و تأمین حقوق. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۴:۵۴
Background image

رسیدگی به ۲۶ قضیه نافرمانی و رعایت نکردن حقوق والدین در ولایت کنر

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت کنر، بر اساس عرایض و شکایات مادران، به ۲۶ قضیه مربوط به نافرمانی فرزندان و رعایت نکردن حقوق شرعی والدین رسیدگی نموده و در. . .

BACK TO NEWS