په فاریاب او بغلان ولایتونو کې (۱۱) مېرمنود میراث شرعي حق تر لاسه کړ
د فاریاب او بغلان ولایتونو د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې (۱۱) مېرمنو ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له وروڼو څخه د میراث اخیستلو قضیې نا حل پاتې وې.
مسؤلین وایي: یادې مېرمنې، چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپلو وروڼو او خپلوانو څخه د میراث غوښتنه کوله او له ډېرو هڅو وروسته هم د خپلو شرعي حقونو په اخیستلو نه وې توانېدلې، د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.
مسؤلین زیاتوي،چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوترخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.
