د هېواد په پنځو ولایتونو کې محتسبینو (۱۴) مېرمنې له بېلابېلو ظلمونو څخه وژغورل شوې

fazli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۲:۴۷
njat_14_zn_dr_5_wlayt

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د لوګر، غزني، ارزګان، زابل او ننګر ولایتونو مسؤلینو د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري، د مېرمنو د حقونو د ساتنې په موخه د شپږ ماده ییز فرمان له مخې او د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا(۱۴) مېرمنې چې د کورني تاوتریخوالي او ناوړه دودونو په اساس له خپلو شرعي حقونو څخه بې برخې وې له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې.

 محتسبین وایي: نوموړې مېرمنې چې ځینې یې له تېرو لسو کلونو راهیسې د ناوړه دودونو پر اساس ځورول کېدلې او د پلار کور ته له تګ څخه منع کړل شوې وې د امر بالمعروف د مسؤلینو په هڅو وژغورل شوې.

مسؤلین ډاډ څرګندوي، چې په پوره توان به د مېرمنود حقونو د خوندیتوب لپاره خپلې هڅې جاري وساتي او ټینګار کوي، چې هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړي.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ولایتي مسؤلین په دوامداره توګه له ځایي خلکو سره د مېرمنو د حقونو د ورکړې او په دې تړاو د عامه ذهنیت د سمون په موخه اصلاحي ناستې کوي چې ور سره په دې برخه کې د پام وړ بدلون راغلی ده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

نجات ۱۵ زن قربانی خشونت‌های خانوادگی در ولایت دایکندی

در پی رسیدگی به شکایت‌های ثبت‌شده از سوی باشندگان محل، ۱۵ زن در ولایت دایکندی که طی سال‌های متمادی با خشونت‌ها و بدرفتاری‌های خانوادگی مواجه بودند، از سوی منسوبین وزارت امر بالمعروف،. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۱۴
Background image

بازداشت هفت فرد متهم به جادوگری در ولایت‌های پروان و غزنی

در ادامه تلاش‌های منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در راستای صیانت از ارزش‌های اسلامی، حفظ عقیده سالم و جلوگیری از اعمال خلاف شریعت، هفت تن به اتهام جادوگری در. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۰:۵
Background image

نجات دو زن از ازدواج‌های تحمیلی در ولایت‌های خوست و زابل

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تطبیق احکام شریعت اسلامی، رسیدگی به شکایات مردمی و جلوگیری از ظلم و خشونت علیه زنان، از دو مورد نکاح اجباری دختران در. . .

BACK TO NEWS