غزني کې یوې مېرنې د محتسبینو په هڅو د ولور شرعي حق تر لاسه کړ
د غزني ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مېرمنو حقونو ته په ژمنیتا او د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله له لوري د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب په موخه د شپږ ماده یز فرمان له مخې هغې مېرمنې ته د میراث شرعي حق وسپاره چې له اوږدې مودې راهیسې یې له خپل بنزي یا ناسکه زوی څخه د ولور اخیستلو قضیه نا حل پاتې وه.
په تړاو یې د یاد ولایت د امر بالمعروف مسؤلین وایي: یاده کونډه مېرمن چې بل چاته په نکاح شوې وه او د خپل بنزي له لوري یې د ولور حق نه ورکول کېده د محتسبینو په هڅو یې خپل شرعي حق تر لاسه کړ.
دغه راز د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین زیاتوي، چې په پوره توان به د مېرمنو د ټولو شرعي حقونو ورکړې ته رسېدنه کوي او هېڅ چاته به اجازه ورنکړي چې د مېرمنو پر وړاندې له تاوتریخوالي ډګ چلند څخه کار واخلي.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو د هېواد په کچه سلګونه مېرمنې له کورني تاوتریخوالي، کورني بند، غیر شرعي نکاح ګانو او ځان وژنې څخه ژغورلې دي او سلګونه مېرمنې یې د میراث او ولور له شرعي حقونو څخه برخمنې کړې دي.
