محتسبینو په هلمند او غزني ولایتونو کې(۴۲۲) تنه رواني ناروغان افغاني سرې میاشتې ته د درملنې په موخه سپارلي دي

fazli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۴۰
This text will be used by screen readers, search engines, or when the image cannot be loaded.

 د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د هلمند او غزني ولایتونو د امر بالمعروف ریاستونو مسؤلینو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌ الله د ځانګړي حکم له مخې، د یوې سالمې ټولنې د رامنځته کولو په موخه (۴۲۲) تنه رواني ناروغان راټول او د درملنې په موخه یې د افغاني سرې میاشتې ولایتي ریاستونو ته سپارلي دي.

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین یاده کړنه د اسلامي مسؤليت له مخې د ټولنې د وګړو د رواني سلامتيا د تأمين او د زيان منونکو قشرونو د ستونزو د حل لپاره ترسره کوي، څو یو سالم، با ثباته او د ژوند لپاره مناسب ټولنیز چاپېریال رامنځته شي.

د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د یادو ولایتونو په ګډون محتسبینو د هېواد په (۱۴) ولایتونو کې د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ(۲۴۸۸) تنه رواني ناروغان راټول او د یادو ولایتونو اړوند سرې میاشتې ریاستونو ته یې د درملنې په موخه ور پېژندلي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۹:۲۳
Background image

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در یک هفته

وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، به‌ منظور تحقق ارزش ‌های اسلامی، استقرار عدالت اجتماعی، ترویج فرهنگ حجاب و تقویت فضایل اخلاقی، همچون هفته‌ های گذشته، فعالیت ‌های منظم را. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۸ - ۸:۱۷
Background image

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت په اونۍ کې

د امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت مسؤلینو د اسلامي ارزښتونو د پالنې، مېرمنو د حقونو خوندیتوب، د قومي او ژبني دښمنیو د حل، ټولنیز عدالت د ټینګښت او د ټولنیز اخلاقي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۹:۲۷
Background image

جلوگیری از نکاح تحمیلی یک دختر و رهایی یک زن دیگر از دام خشونت فامیلی در ولایت کنر

محتسبین ریاست امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات ولایت کنر با همکاری علمای دین و بزرگان قومی، از وقوع یک نکاح تحمیلی جلوگیری کرده و زنی دیگر را از خشونت خانوادگی نجات  دادند.

بر. . .

BACK TO NEWS