هلمند کې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لاښه پلي کېدو په موخه لویه ولسي غونډه جوړه شوه

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۲ - ۱۴:۳۴

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو، د خلکو د ستونزو اورېدلو، معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه هلمند ولایت ته سفر وکړ او د یوې لویې غونډې په ترڅ کې یې د دې ولایت له ملکي او نظامي مسؤولینو، علماء کرامو، قومي مشرانو، ګذر وکیلانو او ګڼ شمېر ځوانانو سره وکتل.

د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د هلمندي ولس له قربانیو قدردانی وکړ او زیاته یې کړه چې د اسلام دښمنان تل هڅه کوي ترڅو نړۍوالو ته د منفي تبلیغاتو له لارې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت غلط انځور وړاندې کړي؛ نو اوس د ټولو او په ځانګړې توګه د دیني عالمانو او قومي مشرانو دنده جوړېږي ترڅو د محراب او منبر له لارې د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.

شیخ صاحب همداراز ټینګار وکړ چې د نظام غېږ د ولس پر مخ خلاصه ده، که هرڅوک شکایت او یا کومه ستونزه لري په ازادانه ډول دې د امر بالمعروف وزارت د شکایتونو اورېدلو برخې سره شریکه کړي؛ حل او اورېدلو ته یې ژمن یو.

نوموړي همداراز له مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو وغوښتل ترڅو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو او تر نورو رسولو کې له یاد وزارت سره مرسته وکړي.

ورته مهال ځایي مسؤولینو، قومي مشرانو او دیني عالمانو د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر ترسره کول د ټولو مسلمانانو ګډه وجيبه وبلله او ډاډ یې ورکړ چې د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون پلي کولو ته ژمن دي او یاده برخه کې به له هېڅ راز مرستو درېغ و نه کړي.

هېره دې نه وي چې د امر بالمعروف، نهې عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي صاحب د مشرتابه مقام له لارښوونې سره سم د امر بالمعروف او نهې عن‌المنکر قانون لا ښه پلي کېدو په موخه ولایتي سفرونه کوي او له ځایي مسؤولینو او اوسېدونکو سره ناستې ترسره کوي چې په پایله کې یې د معروفاتو اقامې او منکراتو مخنیوي په برخه کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۳۷
Background image

تأمین صلح و تحکیم همدیگرپذیری با حل ۱۸ منازعه و دشمنی در چهار ولایت

در راستای تحکیم همبستگی اسلامی، تأمین صلح اجتماعی و حل منازعات و دشمنی‌ میان اقوام و خانواده‌ ها، منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولایت ‌های سرپل، بامیان،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۲۶
Background image

جلوگیری از نکاح غیرشرعی یک زن در ولایت میدان وردک

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات در ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، در ادامه تلاش ‌های خویش در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و جلوگیری از رسم و رواج‌ های ناپسند،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۲:۲۴
Background image

رسیدگی به هشت قضیه شرعی زنان در زمینه های مهریه و میراث در سه ولایت

منسوبین وزارت امر بالمعروف، نهی عن المنکر و سمع شکایات، در راستای تأمین حقوق شرعی زنان و رسیدگی به شکایات مردمی، به هشت قضیه حقوقی و شرعی زنان در زمینه های میراث و مهریه در ولایات تخار،. . .

BACK TO NEWS