د امربالمعروف وزارت سر پرست وزیر: د ښځو د شرعي حقوقو د ضیاع مخه ونیسئ

org_admin
Mon, Jun 26 2023 2:15 PM

د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي نن ورځ خپلو ټولو ولایتي رئیسانو ته په استول شوي اختریز پیغام کې و ویل چې د ښځو حقوقو ته پاملرنه وشي او څوک پرینښودل شي چې حقوق یې ضایع کړي.

نوموړي د امیرالمؤمنین شیخ صاحب اختریز پیغام کې یاد شوي تیر شپږ ماده ییز فرمان ته په اشارې و ویل که کوم څوک د ښځینه مهر نه ورکوي، میراث یې ترې اخلي، د هغې له خوښې پرته یې په نکاح ورکوي او یا یې په بدو کې ورکوي محکمې ته یې معرفي کړئ.

همدا راز یې زیاته کړه چې خویندې کولی شی په  دې اړه خپل شکایت په مرکز کې د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت ته او په ولایتونو کې د یاد وزارت اړوند ریاستونو، ولسوالیو کې آمریتونو ته وړاندې کړي او یا په لاندې شمیرو خپل شکایت شریک کړي.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS