د امربالمعروف وزارت سر پرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د بغلان ولایت له قومي مخورو سره وکتل

org_admin
Sat, Jun 10 2023 1:51 PM
mopvpe

شنبه، ذوالقعده۲۱، ۱۴۴۴

په دې کتنه کې له یاد ولایت څخه د راغلو قومونو په استازیتوب څو تنو خبرې وکړې او پخپل ولایت کې یې له بې ساري امنیت او د امربالمعروف وزارت له کړنو څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې محتسبین خپل ټاکل شوي قوانین په ښه توګه تر خلکو رسوي چې ور سره په ټولنه کې د منکراتو په مخنیوي کې د پام وړ بدلون راغلی.

دغه راز راغلو استازو خپلې ستونزې له هغوی سره شریکې کړې او له هغوی یې وغوښتل چې په حل او تر مسؤلو چارواکو په رسولو کې مرسته وکړي.

شیخ محمد خالد الحنفي هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی د ستونزو د حل په تړاو وویل، د ملت پوښتنه له مسؤلینو کېږي، اوس اسلامي امارت مسؤل دی چې د ملت ستونزې واوري او زخمونو ته یې مرهم شي او زیاته یې کړه: تاسو په ازاد ډول کولی شئ چې خپل شکایتونه د حل په موخه تر موږ را رسوئ چې ستاسو شکایت اورېدل او تر مسؤلو چارواکو رسول مو الهي مسؤلیت دی.

هغه همدا راز وویل چې په هیواد کې د ذمیانو امنیت ساتل هم د اسلامي امارت مسؤلیت دی چې نظامي مسؤلین په دې برخه کې تر خپله وسه پوري هڅه کوي. 

شیخ محمد خالد الحنفي د خپلو خبرو په پای کې وویل، تاسو جهاد کړی، قرباني مو ورکړې ستاسو پر موږ حق دی چې د ژوند کولو وسایل درته برابر کړو او ستاسې  د عفت او عزت ساتنه کړو.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS