د ازموینې ملي ادارې له لوري د امربالمعروف وزارت اړوند کابل ښار لپاره له ۲۰۰ محتسبینو څخه ازموینه واخیستل شوه.

org_admin
Tue, May 30 2023 2:33 PM
mopvpe

سه شنبه، ذوالقعده۱۰، ۱۴۴۴

په دې پار جوړې شوې ناستې ته چې پکې د ازموینې د ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني په شمول د امر بالمعروف وزارت د پلان او پالیسي معین شیخ محمد فقیر محمدي، د پوهنتون استادانو او کاندیدو محتسبینو شتون درلود د ازموینې ملي ادارې رئیس شیخ عبدالباقي حقاني وویل: د خوښۍ ځای دی چې په ازاد افغانستان کې د علما و ازموینه اخلو او زیاته یې کړه، دا د اسلامي نظام ضمه واري ده چې د اسلامي شعائرو او معروفاتو اقامه او د منکراتو ازاله وکړي چې، د د ې ضمه واري د تر سره کولو له پاره اسلام اصول ټاکلي چې د  دې اصولو زده کول او ارزیابي کول اړین دي چې نن موږ د دې موخې د تر سره کولو له پاره را ټول شوي یو.

دغه راز د امر بالمعروف وزارت د پلان او پالیسي معین شیخ محمد فقیر محمدي محتسبینو ته په خطاب کې وویل، ازموینه اخيستل په اسلام کې یو اصل دی، الله جل جلاله له ابراهیم علیه السلام څخه هم ازموینه واخیستله تر څو یې مقام لوړ شي نو په همدې اساس دا ازموینه ستاسو د استعداد معلومونې پر بنیاد ده.

هغه همدا راز وویل، مجاهدینو او فدایانو د نظام د حاکمیت له پاره قرباني ورکړه ، چې اوس د دې نظام ساتل او ورته خدمت کول مو الهي مسؤلیت دی.

هغه پر محتسبینو غږ وکړ چې دوی د قوم لارښوونکي دي او سر و کار مو له قوم سره دی، اسلامي امارت او امربالمعروف وزارت غواړي دا معلومه کړي چې د دوی له لوري ولس ته وړاندي شوي استازي یې د ولس له پاره څنګه دي، تاسې باید داسې کړنې تر سره کړئ چې ستاسې د احتساب له وجې امت او قوم پر نظام باوري شي، تاسې باید د داسې کړنو له تر سره کولو ځان وساتئ چې په وجه یې ولس له نظام او امربالمعروف څخه منفور شي.

د یادولو ده چې د ناستې په پای کې د ټولو مسؤلینو په شتون کې د سوالاتو صندوق پرانیستل شو.

Latest news

Mon, Apr 20 2026 3:51 PM
Background image

14 women were rescued from domestic violence across the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan

Officials of the Ministry of Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in the provinces of Balkh, Ghor, Maidan Wardak, Nimroz, and Uruzgan, following. . .

BACK TO NEWS