شیخ محمد خالد (الحنفي) د هټیوالو اتحادیې له مسئولینو سره وکتل

org_admin
Sat, Jan 28 2023 10:31 AM

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر شیخ محمد خالد (الحنفي) د هټیوالو اتحادیې له مسئولینو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

په یاده لیدنه  کې د اتحادیې د غړیو په استاز ولۍ  محمد نادر قرغه یي او مرستیال یې شیرین اغا خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه چې هر ډول همکاري ته ژمن دي په خپله ټولنه کې به د معروفاتو د اقامې  او د منکراتو په ازاله  کې هیڅ ډول هڅې و نه سپموي .

شیخ محمد خالد حنفي هغوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وویل چې خپل مشکلات د حل په موخه له دوی سره شریک کړي تر څو موږ وکولی شو د خپلو هیواد والو ر یښتونی خدمت وکړو.

محمد خالد الحنفي همدا رنګه د اتحادیې له غړیو په ځانګړې توګه غوښتنه وکړه چې پخپلو کارونو کې له اخلاص څخه کار واخلي څو تجارتي کارونه د اسلامي احکامو سره سم تر سره کړي او په دې برخه کې د منکراتو مخه ونیول شي.

د یادونې وړ دی چې یاده اتحادیه له تېرو ۳۸کلونو راهیسې په دې برخه کې د هیواد والو خدمت کوي او د هیواد په  ۱۹ ولایتونو کې فعالیتونه لري چې  د ولایتونو څخه  بغیر یواځې په پلازمینه کابل کې ۱۲۰زره کسان پکې غړیتوب لري چې د  کسبه کارانو مختلف صنفونه پکې راټول دي.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS