دکلنیو کړنو راپور

mopvpeد امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د پلان سره سم د ( ۱۴۴۵)هـ ق کال د اولې ربعې  د کړنو او لاسته راوړنو مفصل راپور


 

د امر بالمعروف وزارت د یو کلنو فعالیتونو لنډ راپور

د انسان د پیدایښت فلسفه که وکتل شي نو دا څرګندېږي چې انسان دې ځمکې ته د خلافت لپاره را لیږل شوی دی او دا صریحتا ویل شوي دي چې په ځمکه به واک د مسلمان وي او مسلمان به د الله جل جلاله د اوامرو مطابعت کوي، لکه څنګه چې الله جل جلاله فرمایلي دي (دوی هغه څوک دي چې کله الله جلجلاله دوی ته په دې ځمکه باندې واک ورکړي نو دوی لمونځونه قایموي زکات ورکوي او په ښوکارونو امر او د بدیو مخنیوی کوي) چې له دې ارشاد څخه په ډاګه معلومیږي چې دته په ځمکه د اسلامي نظام راوستل او بیا امربالمعروف او نهی عن المنکر ترسره کول د مسلمان مسؤلیت دی.

دا چې د نړۍ د پایښت لپاره د اسلامي نظام شتون اړین دی او لله الحمد رب العزت په خپل کرم سره دا اسلامي نظام د افغانستان په مسلمان ملت فیرزو کړ نو د دې نظام رهبري ته لازمه ښکاره شوه چې د خپل اصلي مسؤلیت د ادا کولو لپاره د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ایجاد کړي، چې امارت د قیام سره هم مهاله یاد وزارت هم خپل فعالیتونه پیل کړل.

امربالمعروف وزارت خپل مسؤلیت ته په کتلو سره د یاد وزارت د سرپرست شیخ محمد خالد الحنفي په مشري سره د نړۍ هیوادونو له استازو سره لیدنې وکړې هغوی ته یې د اسلامي امارت او امربالمعروف وزارت د پالیسیو څرګندونې او هم یې له هغوی سره د اسلامي نظام د غوښتنو په اساس د نړیوالو اړیکو په سر بحثونه کړي دي چې په لاندې ډول یې ذکر کوو:

د اروپا اتحادیې له استازي سره لیدنه

د ترکیې هیواد له سفیر جهاد ارګینای سره لیدنه

د یوناما له پخوانۍ مشرې دیبورالاینز سره لیدنه

د اسلامي هیوادونو د عالمانو شورا له غړو سره لیدنه.

د ایران هیواد له دیني عالمانو سره ناسته.

یاد وزارت د خپلو فعالیتونو په اوایلو کې د هیواد د ګوټ ګوټ علماوو او قومي مخورو سره د لویې جرګې خیمې په تالار کې ولیدل او هم یې د یاد وزارت کاري طرزالعمل هغوی سره شریک کړ.

همدار راز د دې وزارت سرپرست د هیواد له سلفي علماء کرامو سره هم ولیدل او هغوی ته یې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ او هم هغوی اسلامی امارت او امربالمعروف وزارت له کړنو خوۍي څرګنده او کلک ملاتړ وکړ.

د امر بالمعروف وزارت سرپرست په یوه ځانګړې ناسته کې د کابل پوهنتون له مسؤلینو او استادانو سره وکتل له هغوی څخه یې د دې احساس په خاطر چې په هیواد کې پاتي دي او د خپل ملت بچیان روزي مننه وکړه او هم یې خپلو درنو مسؤلیتونو په سم ډول اجرا کولو ته وهڅول.

شیخ محمد خالد (الحنفي) د اولمپيک په مرکز کې د یادې برخې د ټولو فراسینونو له مسئولینو ولایتي آمرانو او لوبغاړو سره هم یوه ناسته وکړه او په دغه ناسته کې یې له هغوی ملاتړ څرګند کړ، چې په همدې سلسله کې وروسته د وزارت له لوري د ایشکل ځغلونې سیالۍ هم سپامیر شوې تر څو لوبغالي وپوهيږي چې د دوی همکاري کیږي او ټول نظام یې ملاتړی دی.

سرپرست وزیر همدا راز د پیشه ورانو د ټولو اتحادیو له مسئولینو سره په استقلال هوټل کې یوه ناسته وکړه او

له هغوی یې ملاتړ څرګند کړ هغوی یې خپل کار ته و هڅول او ترې و یې غوښتل چې اسلامي شریعت د تجارت د ودې ملاتړی دی.

دا راز د امربالمعروف وزارت سرپرست د کاري ټیم په شمول د هیواد ۲۳ ولا یتونو)لوګر، پکتیکا، پکتیا، خوست، غزني، میدان وردګ، بامیان، بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب، سمنګان، تخار، بدخشان، بغلان، کنړ، نورستان، ننګرهار، لغمان، فراه، هرات،کندهار، هلمند) ته سفرونه کړي او هلته یې د یادو ولایتونو له مسؤلینو او ولس سره لیدلي مسؤلینو ته یې له ملت سره د نیک چلند، د معروفاتو د اقامې او منکراتو د ازالې سپارښتنې کړې دي له نظامیانو سره په لیدنه کې یې هغوی د هیواد لاښه خدمت ته وهڅول او هم یې د امر د اطاعت سپارښتنې وکړې نوموړي په یادو ولایتونو کې له ولسي خلکو څخه هم د دې اسلامي نظام د ملاتړ هیله څرګنده کړه او هم یې ورته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړ.

د امربالمعروف وزارت د خپلو فرامینو د تشریح او پلي کولو لپاره په مرکز کابل ، ولایتونو، ولسوالیو او جوزو کې محتسبین مقرر کړل چې د اسلامي حکمونو مطابق امر بالمعروف او نهی عن المنکر ترسره کوي د یادو محتسبینو د روزنې لپاره یو ځانګړی ریاست( د محتسبینو د اصلاح او روزنې ریاست) شتون لرې چې یاد ریاست په تېر یوکال کې مختلف اموزشي پروګرامونه ترسره کړي چې په لاندې ډول دي:

د کابل ولایت د (۱۴) ولسوالیو او دښار ټولو (۲۲) حوزو اړوند محتسبینو ته د محترمو شیوخو له لوري علمي روزنیز سمینار ورکول.

د هیواد یو شمیر ولایتونو لکه( ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشې، بامیان او ایکندي) ولایتونو ته سفرونه او د یادو ولایتونو اړوند محتسبینو ته علمي روزنیز سمینارونه ورکول.

د کابل ښار اړوند (۲۲) حوزو ته وخت په وخت تلل او لته محتسبینو ته اصلاحي بیانونه کول چې ټول (۴۴) ځلي د یاد ریاست د رئیس په مشري تللي دي.

همدا راز د ښځینه و د حجاب په اړه چې کوم فرمان صادر شوی او پکې په واضحه توګه ویل شوي و چې تر دې وړاندې هم د افغانستان ۹۹% ښځینه و حجاب مراعاتولو خو دا چې هیواد کې مو شل کلن اشغال و او د ځوانانو تر څنګ زمونږ د خویندو د بې لاري او غربي کلتور د ترویج هڅې شوي دي نو یو څه اثرات به یې ضرور کړي وي او ځینو خویندو په ناخبري کې غربي دود ته مخه کړې نو باید چې هغه حجاب مراعات کړي کوم چې له یوې مسلمانې خور څخه شریعت غوښتنه کوي او یوه مسلمانه ښځینه دومره بې ارزښته هم نه ده چې هر کس او نا کس دې د هغې مخ ته وګوري چې په حجاب سره یې له نا مسلمانې څخه توپیر هم کیدی شي، چې وروسته په ټول هیواد کې خویندو د غونډو په ترڅ کې ترې ملاتړ هم اعلان کړ، د دې ترڅنګ د بې محرمه لرې سفر په اړه چې کوم ویل شوي هغه هم تر څو زمونږ یوې مسلمانې خور ته څه تکلیف و نه رسي او محرم یې په هر وخت کې مشکل ته رسیدګي وکړی شي ځکه ښځینه د تکلیفونو او مشقتونو برداشت تر ډیره نلري، پارکونو کې د ښځینه او نارینه د ورځو د جلاوالي حکم هم د دې لپاره شوی و تر څو په افغاني سنتي ټولنه کې هره خور وکولی شي چې په ازاده توګه تفریح وکولی شي او هیڅ څوک داسې و نه ګڼي چې کلتور یا ټولنه یې اجازه نه ورکوي.

د دې ریاست د رئیس په مشري د کابل ښار له ځینو پارکونو(چهلستون باغ، باغ وحش، حبیب الله ځاځي پارک، پارک شهر...) څخه لیدنه شوي او هلته مسؤلینو او مراجعینو ته د امربالمعروف وزارت سپارښتنې اورول شوي دي.

دا راز امر بالمعروف وزارت د خلکو د شکایتونو اورېدلو په موخه یو ځانګړی معینیت لري چې ددې معینیت تر چتر لاندې دری ریاستونه ( سمع شکایاتو تصنیف / تحلیل او بررسي / ارجاع او پیګیري )کار کوي.

د سمع شکایاتو ریاست د یو کال فعالیتونه:

سمع شکایاتو د تصنیف ریاست د خلکو د شکایتونو د ترلاسه کولو په موخه څلور ګرځنده ټلیفونونه ۲۴ ساعتع فعال کړي وو څو د خلک خپل شکایتونه د تماس له لارې په اسانۍ سره ثبت کړي.

دا راز یاد ریاست د ټلیفونونو له لارې ټول (۱۰۸۹) شکایتونه له مرکز کابل، ولایتونو او ولسوالیو څخه صبت کړي او تصنیف شوي دي.

په تیر یوکال کې (۷۱۵) شکایتونه د رسمي او مکتوبي عریضو له لارې د شکایتونو اوریدلو ریاست ته شوي دي چې له جملې یې (۱۱۷) شکایتونه پ بشپړ ډول حل شوي دي (۵۱۹) شکایتونه د تحلیل او پلټنې ریاست ته لیږل شويدي چې ځینې یې هلته حل شوي او ځینې یې جریان لري همداراز پاتي (۷۹) شکایتونه د ارورېدلو وړ نه وو چې یادو شکایت کوونکو ته لارښوونې شوي او هم قناعت ورکړل شوی دی او مربوطه ارګانونو ته استول شوي دي.

د ارجاع او پیګیري ریاست فعالیتونه:

یاد ریاست ته د دې کال په اوږدو کې ټول ۲۶۰) شکایتونه لیږل شوي دي چې له حملې یې (۸۴) شکایتونه په بشپړ ډول حل شوي دي (۱۵۱) شکایتونه اړونده ادار ته استول شوي چې له جملې یې (۳۲) شکایتونه د اړوند ادارو له لورې مسترد شوي او پاتې (۱۱۹) یې تر تعقیب او نظارت لادې دي او (۲۵) نور شکایتونه چې ځینې یې د ولایتونو اړوند وو د یاد ریاست له لورې خپلو مرجعګانو ته مسترد شوي دي.

باید و وایو چې امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په پوځي برخه کې د اصلاحاتو راوستلو په موخه یو نظامي معینیت ایجاد کړی دی دا معینیت په نظامي برخه کې د ازاله منکراتو ریاست په ګډون په نظامي لیکو کې د منکراتو له منځه وړلو لپاره فعالیتونه کوي چې تر دې مهاله یې د هیواد له ټولو قول اردو ګانو، نظامي روزنتونونو نظامي ځایونو او ان له ټولو حوزو څخه لیدنې کړې دي او نظامیانو څخه یې په جدي ډول د امیر د اطاعت او اړونده فرمانونو د عملي کولو غوښتنه کړي ده.

د یادونې وړ دی چې د پلازمینې کابل په زړه کې هره میاشت ټولو وزارتونو لویو ریاستونو او نظامي قرارګاوو ته د وزارت له لوري درې کسیز هیئت مقرريږي چې له ټولو ځایونو لیدنه کوي تر څو له شریعت سره سمه حکومتولي رامنځته او ټول کارکوونکي هغه ډول برابر شي چې اسلامي شریعت یې غوښتنه کوي، خاصکر د دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو لوی ریاست ته د نظامي معین مولوي عبدالرحمن منیر صاحب په سرپرستي هیئت لیږل کیږي تر څو لومړی خپل نظامیان اماده او جوړ کړو او بیا ترې عام خلک هم اخذ وکړي.

د دې ترڅنګ دوه ځله ولایتي رئیسانو، آمرینو او محتسبینو ته په مرکز کې سمینار دائر شوی، یو ځل د شکایاتو د برخې مدیرانو ته او یو ځل مالي او اداري مدیرانو ته د هیواد په کچه سمینار دائر شوی تر څو له خلکو سره مناسب چلند وکړي، د هیڅ مسلمان حقوق تلف نشي، د هر مظلوم آه په سمه توګه واوریدل شي او اداري چارې په سمه توګه ترسره شي.


دلمړی ربعی دکړنو او لاسته راوړنو مفصل راپور دحمل (۱) څخه د جوزا (۱۳ ) نیټی پوري