مولوي عارف: د حق داعي باید د حیا په عالي صفت موصوف وي

org_admin
Sat, Jun 11 2022 3:00 PM
mopvpe

شنبه، ذالقعده ۱۱، ۱۴۴۳

د امر بالمعروف،نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د محتسبینو د اصلاح او روزنې رئیس مولوي محمد یحیی عارف دکابل ښار اوومې حوزې محتسبینو سره ولیدل، او هغوی ته یې د حق د داعي صفتونه بیان او د دعوت د ټولو اصلو پلي کولو ته يې متوجه کړل.

د اصلاح او روزنې رئیس محتسبینو ته وویل: موږ اوتاسې ته لوی مسؤلیت متوجه دی او دا مسؤلیت باید هغسي ادا شي لکه څنګه چې پیغمبرانو ادا کړی دی دعوت د انبیاءعلهم السلام وظیفه وه او د ټولنې د سمون تر ټولو غوره لار دعوت دی چې باید په احسنه طریقه خلکو ته وړاندې شي .

ښاغلي عارف همدارنګه زیاته کړه چې د حق داعي باید د حیا په عالي صفت موصوف وي او د ټولنې له پاره مثال وي ځکه په دې سره په ټولنه کې د داعي دعوت مؤثر وي او داعي لومړی باید هغه اصول او قوانین پر ځان تطبیق کړي چې په ټولنه کې یې د تطبیق غوښتونکی دی.

دغه راز یې محتسبینو ته په خبرو کې وویل چې د حق د داعي دعوت باید د امربالمعروف وزارت د ورکړل شویو فرمانونو پوري محدود نه وي بلکي عامو خلکو او مجاهدینو ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو کړه وړه او د ژوند طریقه بیان کړي او ورته وښیي چې د ژوند د پرمخ بیولو له پاره تر ټولو غوره طریقه همدا ده ده.

هغه دغه راز زیاته کړه چې د حق داعي باید ذکي او هوښیار وي او په دعوت کې د هغو موضوعاتو له یادولو ډډه وکړي چې په ټولنه کې د نفرت او مخالفت کولو سبب ګرځي او داعي باید د عوت د انحصار سبب و نه ګرځي او هر هغه چاته اجازه ورکړي چې د ټولنې د سمون فکر ورسره وي .

Latest news

Tue, Jan 28 2025 2:03 PM
Background image

The recent concern of UNAMA regarding women’s rights and freedom of expressions are unfounded and we strongly reject them!

Yesterday, the United Nations Assistance Mission in Afghanistan (UNAMA) published a report concerning the state of human rights in the country. The report alleged that the Ministry for. . .

Sat, Apr 27 2024 2:57 PM
Background image

Officials of the Ministry MOPVPV hold a coordination meeting with scholars & imams of mosques of Kabul city.

In this meeting the implementation of the decrees, commands and recommendation of Ameerul Momineen (Allah bless him), establishing virtue and preventing vices in society and supporting. . .

BACK TO NEWS