د کابل ښار پنځلسمې او شپاړلمسې حوزو کې د کم عمره او بې ږيرې کسانو تصفیه پیل شوه

org_admin
Thu, Jun 09 2022 9:27 AM
mopeve

چهاشنبه، ذالقعده ۸، ۱۴۴۳

د امربالمعروف وزارت له لوري جوړ شوی ۱۵ کسيز هئت چې مشري يې د دې وزارت د ازله منکراتو رئيس مولوي راز محمد حامد پر غاړه وه د کابل ښار د پنځلسمې او شپاړلسمې حوزې له نظامي منسوبینو سره لیدنه وکړه.

د ازاله منکراتو رئيس یادو حوزو ته په ورتلو سره د دې حوزو له جنايي، ښوونې او روزنې او محبس له څانګو څخه لیدنه وکړه او هغوی ته يې د وزارت هغه فرمان واوراوه چې سیرت او سورت په نبوي سنتو برابر کړي.

نوموړي وویل: مجاهدین د ټولڼې د سر سترګې دي او تر هر چا وړاندې باید دوی خپل صورت او سیرت په نبوي سنتو برابر کړي او بیا د خلکو خدمت وکړي.

هغه زیاته کړه: دا قطعي امر دی چې کم عمره او بې ږيرې کسان باید له نظامي لیکو څخه وایستل شي او هغوی چې د کم عمرو کسانو د جذب له پاره واسطه کوي قانوني چلند به ورسره کېږي.

مولوي راز محمد حامد د دې منکراتو د مخنيو پر مهال له دېوالونو د ااا د ځينو رهبرانو انځورونه هم ایسته کړل او مجاهدینو ته يې سپارښتنه وکړه چې له خپلو رهبرانو سره مینه په عمل کې څرګنده کړئ.

د ازاله منکراتو رئيس په ټینګار سره وویل چې د امربالمعروف وزارت له تېرو نهو میاشتو راهیسې مجاهدینو ته سپارښتنې کوي چې صورت او سیرت په نبوي سنتو برابر کړي خو اوس د دې سپارښتنو د تطبیق وخت رارسېدلی دی او په ټولو مجاهدينو به په عملي ډول پلی کېږي.

مولوي حامد زیاته کړه: د امیــ رالمو مــــنیــــ ن د فرمان سره سم، ان د تېر نظام کارکونکي هم د مجاهدینو په لیکو کې دندې ترسره کوي او دا کارکونکي مکلف دي چې صورت او سیرت په نبوي سنتو برابر کړي.

Latest news

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

Tue, Oct 20 2026 2:37 PM
Background image

One person arrested on charges of witchcraft in Ishkamish District of Takhar Province

As part of efforts to enforce Islamic Sharia rulings, prevent vice, maintain order, and reform social affairs, officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue,. . .

BACK TO NEWS