د نظامونو پایښت د هغوی د امرانو په تقواکې نغښتی
ذولقعده ۴، ۱۴۳۳
پکتیکا ولایت د امر بالمعروف مسؤلینو د مشرتابه د فرمان په اساس له نظامیانو غوښتي چې خپل وېښته اصلاح کړي او له لیکو نه دې کم عمره هلکان وباسي تر څو مو لیکې اصلاح او د بېلارۍ ښکار نه شوچې په خبره یې د نظام پایښت د چارواکو په تقوا پورې تړلی دی.
د یاد ولایت د ارګون ولسوالۍ محتسب مولوي شریف الله د یادې ولسوالۍ د استخباراتو مدیریت له مجاهدینو سره اصلاحي ناسته درلوده.
ناستې ته ښاغلي سیف الله په خبرو کې وویل چې دوی باید خپل وېښته اصلاح کړي ځکه چې دا دمشر تابه امر دی او پر ځای کول یې په ټولو مسؤلینو واجب دي.
دغه راز یې له مسؤلینو وغوښتل چې له نظامي لیکو نه دې کم عمره هلکان وباسي او هغوی ته دې د درس ویلو توصیه وشي.
پایان نظام ها بستگی به تقوای دستورات شان دارد.