شیخ محمد خالد: د نړۍ هیوادونه صلاحیت نه لري، چې زموږ د خویندو د حجاب په اړه تصمیم ونیسي

org_admin
Wed, May 11 2022 12:04 PM
mopvpe


سه شنبه، شوال ۹، ۱۴۴۳

درې ورځنۍ سیمینار چې د ظرفیت لوړونې په موخه امربالمعروف وزارت کې جوړ شوی و، نن ورځ د کورنیو چارو وزارت سلاکار انـس حقـ.انـي او د دغه وزارت د ریسانو او مقاماتو په ګډون سره پای ته ورسېد.

په دغه ښوونیز او تربیتي سیمنار کې چې د امربالمعروف وزارت مرکزي ریسانو، مرکزي آمرانو او ولایتي ریسانو ګډون درلود، د ټولنې د اصلاح او تربیت، د امیر المؤم.نین د فرمانونه او د امربالمعروف وزارت د توصیو د تطبیق په هکله بحثونه وشول.

د امربالمعروف وزارت سرپرست وویل: د شل کلنو مبارزو موخه د اسلامي قانون تنفذول ول، چې د اسلامي حجاب تطبیق هم د هغې یوه برخه ده، د نړۍ هیوادونه حق نلري چې زموږ د خویندو د حجاب په اړه تصمیم ونیسي، داسې چې د امربالمعروف وزارت غواړي چې ښځه دې عزت او وقار کې وي، ډېر هېوادونه د شرعې خلاف کړنې روا بولي.

شیخ خالد همداشان له محتسبینو وغوښتل چې په خپلو کړنو کې زیاتي او کمی ٬٬ افراط او تفریط ونکړي، چې فرض، مباح کړي او مباح فرض.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سلاکار حافظ انس حقاني په دغه سمینار کې ووویل: تېرو شل کلنو دښمنانو د رسنیو څخه په ګټې اخستلو د خلکو ذهنونو کې زهري ویروسونه پیچکاري کړل، اوس چې اسلامي نظام په افغانستان کې حاکم شوی، نو دا مسؤلیت امربالمعروف وزارت ته سپارل شوی چې د عمومي افکارو په جوړلو کار وکړي.

ښاغلي حقاني په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې محتسبین دې د دښمن د تبلیغاتو برعکس، د د عوت نه په ګټې اخستلو، د امربالمعروف حقیقت دې خلکو ته ورسوي.

د یادوونې وړ ده، چې په دغه دری ورځني سیمینار کې ولایتي ریسانو د بودجې جوړونې، پلان، تدارکات، کړنلارو جوړولو او همدا ډول د قرانکریم په رڼا کې د دعوت چارې زده کړې، چې وروسته به یې په خپلو اړوند ولایتونو کې پلي کړي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS