محمد عالم ناصح فارغ محصلینو ته؛ د نظام د خدمت له پاره مټې رابډوهئ

org_admin
Sun, Apr 24 2022 8:53 AM
mopvpe

۱۳۴۳/۹/۲۱

میدان وردګ ولایت کې د دې ولایت د پوهنتون کرنې پوهنځي څخه د فارغ شویو محصلینو غونډې ته د یاد ولایت د امربالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو رئیس مولوي محمد عالم ناصح وویل: د خوښۍ ځای دی چې د اسلامي نظام تر چتر لاندې په اسلامي روحیه سمبال ځوانان ټولنې ته وړاندې کېږي او له هغوی يې وغوښتل چې د اسلامي نظام د خدمت له پاره مټې رابډوهۍ او د دې نظام له پاره کار وکړئ.

مولوي ناصح په دې غوندې کې فارغ شویو محصلینو ته د مبارکۍ تر څنګ وویل هڅه وکړئ چې د سړې جګړې ډګر تود وساتئ، تاسو د دې هیواد او نظام راتلونکي یاست او دا هیواد او خاوره تاسو ته تر بل هر چا دېره اړتیا لري.

نوموړي همدارنګه دوی ته ډاډ ورکړ چې د ا.ا.ا. مشران هڅه کوي چې تاسو ته کاري فرصتونه برابر کړي او له هغوی يې وغوښتل چې کله ټولنې ته د خدمت په توګه وړاندې کېږئ هڅه وکړئ چې د خلکو په فکري روزنه کار وکړئ.

هغه د دې پوهنتون له استادانو هم مننه وکړه چې خپل مسؤلیت ته ژمن دي او د هیواد او خاورې له پاره په اسلامي روحیه سمبال ځوانان روزي او ټولنې ته يې وړاندې کوي.

د یادونې وړ ده چې د میدان وردګ ولایت پوهنتون له زراعت پوهنځي ۸۵ تنه محصلین فارغ شول.

Latest news

Thu, Oct 01 2026 9:19 AM
Background image

Summary of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints’ Activities Over the Past Week

The Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice and Hearing of Complaints, within the framework of Islamic rulings and values and with the aim of promoting virtue,. . .

Sun, Sep 27 2026 3:09 PM
Background image

Twenty-two women have been freed from domestic violence in six provinces

Following efforts and follow-ups by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints, aimed at ensuring Sharia-based. . .

BACK TO NEWS