د میدان وردګو، په امنیه قومندانۍ کې د قران عظیم الشان ختم ترسره شو

org_admin
Tue, Apr 19 2022 8:47 AM
mopvpe

۱۴۴۳/۹/۱۵
تیره شپه د میدان وردګو ولایت، په امنیه قومندانۍ کې د تراویحو په لمانځه کې د الله ج د سپېڅلي کلام ختم تر سره شو.

په همدغه مناسبت جوړه شوې غونډه کې، مرستیال والي شیخ شیراحمد حقاني همدا شان د دولتي ادارو مشرانو او ګڼ شمېر مجاهدینو ګډون کړی ؤ.

د قرآن عظیم الشان له ختم وروسته مجلس ته د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح په خپله وینا کې داسلامي نظام ترچترلاندې دختم دفضیلت له وضاحت وروسته مجاهدین او د ادارې پرسونل وهڅول، ترڅوخپل صورت او سیرت د شریعت له سپیڅلې تګلارې سره سم برابر کړي، دغه شان ښاغلي ناصح وویل: «د مشرتابه ټولو فرامینو ته باید د عمل جامې ورواغوندواودمجاهدینومربوط دمشرتابه دڅوفرامینویادونه يې وکړه لکه دڅڼوپه هکله,دکشرانولغړزنو,دشهیدانواومشرانودتصویرونوپه موټرانواوپارکونو,او.........په هکله؛او په وینایي، اوس د اسلامي نظام د ونې څانګې یو، باید د همدې ونې همرنګه میوې ټولنې ته وړاندې کړو.اوالحمدلله چې نن توره,چوکۍ,ادارات,پرسونل,ټولدقرآن ترحکم لاندې دقرآن په ژبه خبرې کوي »

د میدان وردګو امنیه قومندان شیخ محمدشریف حلیمي د غونډې ګډونوال د لوی رب شکر ته وهڅول او زیاته یې کړه، تېر کال همدا شپې وې، چې د ازادۍ او اسلام نظام په لټه کې مو د کاڼو مزلونه مل وو، دا چې اوس دنګ تعمیرونه لوی رب د دین د خدمت لپاره راکړل، باید د دین خدمت وکړو او د تللو شازلمو آرمانونه هېر نه کړو.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS