محمد عالم ناصح؛ د مشرتابه ټول فرمانو تر هرچا وړاندې باید پر ځان عملي کړو

org_admin
Tue, Apr 19 2022 8:45 AM
mopvpe

د میدان وردګ ولایت د امربالمعروف رئیس مولوي محمد عالم ناصح تېره شپه د دې ولایت امنیه قومندانۍ کې د قرآن کریم تر ختم وروسته د مجاهدینو غوڼډې ته وویل: "د مشرتابه ټول فرمانونه باید تر چا وړاندې لومړی پر ځانونو عملي کړو."

په دغه غونډه کې د یاد ولایت مرستیال والي شېخ شېر احمد حقاني، امنیه قومندان محمد شریف حلیمي، د بېلابېلو دولتي ادارو مشرانو او ګڼ شمېر مجاهدینو ګډون کړی و.

ښاغلي ناصح همدارنګه وویل: مجاهدین باید ځانونه پر نبوي تګلاره برابره کړي او ټینګار یې وکړ چې هڅه وکړئ ټولنې او خلکو ته خیر ورسوئ.

نوموړي همدارنګه پر مجاهدینو غږ وکړ چې په خپلو لیکو کې کم عمره کسان داخل نه کړي، پر موټرونو او څلور لارو کې د مشرانو د انځورونو له ټینګولو ډډه وکړي.

دغه راز د غونډې په پای کې د میدان وردګ امنیه قومندان شېخ محمد شریف حلیمي وویل: مجاهدین باید د دې نظام د راتګ په حاکمېدو د لوی رب شکر ادا کړي او پر هغوی غږ وکړ چې د چوکۍ په هوس د شهیدانو ارمانونه هېر نه کړي.

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS