مولوي سمیع الحق حقیار: لومړی یې باید اسباب ورک کړو چې غلامي ورکه شي

org_admin
Sun, Apr 17 2022 8:46 AM
mopvpe

د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ د امر بالمعروف نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو امریت امر مولوي سمیع الحق حقیارد دولت آباد ولسوالۍ د ابو نصر فارابي د لېسې له مسؤلینو سره ناسنه وکړه .

په ناسته کې د ولسوالۍ په محتسبینو سربیره ،د لېسې شاګردانو، معلیمینو،او امرانو هم ګډون درلود چې په ناسته کې په اسلامي لباس،د روژې په فضیلت، او ګڼو نورو موضوعاتو مفصلې خبرې وشوې.

ناستې ته مولوي سمیع الحق حقیار پخپلو خبو کې وویل: دا یوه اسلامي ټولنه ده د دې ټولنې اصول، مقررات او د ژوند کولو طریقه هم باید داسي وي لکه څرنګه چې د یوې اسلامي ټولنې غوښتنه ده او د ژوند ټولي چاري باید پر هغو اصولو او قوانینو برابري وي لکه څرنګه چې یې د اسلام مقدس دین غوښتنه کوي.

نوموړي همدا راز پخپلو خبرو کې وویل: د اسلامي ټولنې د اوسېدونکي لباس باید یو اسلامي لباس وي ځکه هره ټولنه ځانته قانون لري چې شرعي لباس هم زموږ د قانون یوه برخه ده او د اسلامي ټولنې د اوسېدونکي لپاره دا نه ښایي چې د یوې اسلامي ټولنې تر چتر لاندي په پردي فکر او لباس کې وګرځي .

نوموړي همدا راز پخپلو خبرو کې وویل: هر کله چې د یو کسب ،فکر او نورو خلق کېدونکو شیانو اسباب او وسیلې له منځه لاړې شي نو هغه فکر او کسب هم له منځه ځي نو زموږ لپاره هم لازمه ده چې د پردي فکر، کلتور او غلامۍ اسباب له منځه یو سو تر څو مو ټولنه یوه سالم لوري ته رهبري شي او صورت او سیرت مو په نبوي طریقه برابر شي .

همدارنګه نوموړي د یادې لېسې امرانو او شاګردانو ته سپارښتنې وکړې چې باید پینځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کړي او د رمضان المبارک په فضیلت وغږېد او دوی ته یې پکې دعبادت کولو توصیه وکړه.

 

Latest news

Thu, Oct 22 2026 10:07 AM
Background image

Summary of the Ministry’s Activities Over the Past Week.

1. Conducting Reform and Public Awareness Meetings

During the current week, inspectors and preachers of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of. . .

Wed, Oct 21 2026 2:09 PM
Background image

Muhtasibs Held Meetings with Officials of Government and Civilian Institutions in Eight Provinces to Ensure the Implementation of the Law

Officials (Muhtasibs) held meetings with personnel of government and civilian institutions in Kabul and the provinces of Jawzjan, Balkh, Baghlan, Zabul, Maidan Wardak, Takhar, and. . .

BACK TO NEWS