محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
Sat, Nov 14 2026 10:29 AM
whatsapp_image_2026-11-14_at_10.13.40_am.jpeg

محتسبینو په غزني، لوګر، پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، د قانون د پلي کولو او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د یاد وزارت د قانون پلي کول، ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و، له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو وغوښتل، چې د قانون په پلي کولو او په ټولنه کې د معروفاتو په اقامې او د منکراتو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي او د هغو بدو پېښو مخه ونیسي چې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي او د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د شرعي حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.

Latest news

Sat, Nov 14 2026 2:15 PM
Background image

Through the efforts of Ministry officials, five women were rescued from forced marriages in four provinces

As a result of the efforts and follow-up by officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, in addressing women. . .

Sat, Nov 14 2026 2:10 PM
Background image

More than 400 public complaints were registered and addressed within one week

Officials (Muhatsibs) of the Deputy Ministry for Hearing Complaints of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, registered a total. . .

BACK TO NEWS