بلخ؛ محتسبینو یو تن کوډګر د کوډو له وسایلو سره یو ځای نیولی دی

fazli_admin
Mon, Nov 02 2026 9:34 AM
whatsapp_image_2026-11-01_at_3.33.36_pm_1.jpeg

 د بلخ ولایت محتسبینو په شولګره لسوالۍ کې د خپلو کړنو پر دوام هغه کوډګر، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د دم او تعویذ په نومونو د کورنیو ترمنځ نفاق او ستونزې جوړولې او له خلکو څخه یې د پیسو په بدل کې د کوډو او جادو ناوړه کړنې تر سره کولې له ګڼ شمېر سحري کتابونو او غیر شرعي تعویذونو سره یوځای نیولی دی.

 محتسبین یې په تړاو وایي: یو تن هغه کوډګر یې د کوډو او جادو له وسایلو سره یو ځای نیولی، چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې له ځایي خلکو څخه پیسې اخیستلې او کوډو او جادو ناروا کړنې یې تر سره کولې، چې د لا نورو څېړنو په موخه به عدلي او قضایي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

محتسبین  ډاډ څرکندوي، چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، څو په ټولنه کې خرافاتي او غیر شرعي کړنې ترسره کړي او له خلکو غواړي چې د ورته غیر شرعي پېشو په له منځه وړلو کې له محتسبینو سره همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوري د کودګرو پر کړنو له بندیز ووروسته تر دې مهاله زرګونه کوډګر نیول شوي او د شرعي پرېکړو له لپاره عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

Latest news

Mon, Nov 02 2026 10:29 AM
Background image

In Balkh province officials have arrested a person involved in fortune-telling, along with the tools used for fortune-telling

Officials of the Ministry in Balkh Province have arrested a man accused of practicing witchcraft in Sholgara District, as part of their ongoing activities. 
The man had reportedly been. . .

BACK TO NEWS