محتسبینو په څلورو ولایتونو کې ۱۲ مېرمنې له ظلم او کورني تاوتریخوالي څخه وژغورلې

fazli_admin
Tue, Oct 27 2026 9:39 AM
whatsapp_image_2026-10-26_at_2.00.12_pm.jpeg

 د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په روزګان، پکتیا، زابل او پکتیکا ولایتونو کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه ۱۲ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنیو د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده او له کورني تاوتریخوالي سره مخ وې ژغورلې او له خپلو شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د یادو ولایتونو مسؤلینو په دې تړاو وویل: یادې مېرمنې له اوږدې مودې راهیسې د خاوندانو د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، چې د محتسبینو په هڅو بېرته له خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبینو د یادو مېرمنو د کورنیو له غړو سره تر اصلاحي ناستو وروسته له هغوی څخه ژمنې واخیستلې، چې په راتلونکي کې د داسې ناوړه کړنو له کولو ډډه وکړي.

Latest news

Tue, Oct 27 2026 2:54 PM
Background image

Muhtasibs Rescue 12 Women from Abuse and Domestic Violence in Four Provinces

Inspectors (Muhtasibs) from the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, have rescued 12 women in Uruzgan, Paktia, Zabul, and Paktika. . .

Mon, Oct 26 2026 11:27 AM
Background image

Over the past two days, muhtasibs helped resolve more than 30 tribal and family disputes through peace and reconciliation in eight provinces

As part of the ongoing efforts of the officials (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, to reduce social tensions. . .

BACK TO NEWS