محتسبینو په پنځو ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې

fazli_admin
Tue, Oct 27 2026 9:26 AM
whatsapp_image_2026-10-26_at_2.00.14_pm.jpeg

محتسبینو په پکتیا، غزني، میدان وردګ، بلخ او نیمروز ولایتونو کې له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي، د مېرمنو د شرعي حقونو د تأمین، ټولنیز سمون، عامه ذهنیت د سمون او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او ګډې همکارۍ په موخه ناستې وکړې.

محتسبینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې، چې موخه یې په ټولنه کې د ناوړه کړنو مخنیوی، مېرمنو د شرعي حقونو تأمین او په کارونو کې همغږي رامنځته کول و له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو وغوښتل، څو د هغو بدو پېښو او دودونو په مخنیوي کې له محتسبینو سره مرسته وکړي، چې له اسلامي احکامو سره په ټکر کې وي او د وګړو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي او د داسې ناستو جوړول یې د ولس او نظام تر منځ د ښې همغږۍ غوره لار وبلله.

Latest news

Wed, Oct 28 2026 2:38 PM
Background image

In Kandahar, 123 women were rescued from domestic violence

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in Kandahar province have resolved 232 cases related to women's rights over the past two months. . .

Wed, Oct 28 2026 2:09 PM
Background image

Officials from the Ministry for the Promotion of Virtue, inspected 225 hospitals and clinics across six provinces

Inspectors (Muhtasibs) from the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing of Complaints of IEA, monitored 225 hospitals and clinics across six provinces of. . .

Wed, Oct 28 2026 10:25 AM
Background image

The Ministry officials arrested a sorcerer in Balkh province

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice have arrested a man accused of practicing sorcery in Balkh province.

The individual allegedly. . .

BACK TO NEWS