محتسبینو د غزني په ده یک ولسوالۍ کې د نشه یي توکو کښت له منځه وړی

fazli_admin
Sun, Sep 27 2026 3:07 PM
mhtsbynw_ghzny_dh_yk_wlswaly_mwad_nshh_awr_az_byn_brd.jpeg

غزني کې محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام د دې ولایت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې امریت په همغږۍ د ده یک ولسوالۍ په لغباد کلي کې پر څه باندې څلوېښت متره مربع ځمکه باندې د بنګو کرل شوی کښت له منځه یو ووړ.

محتسبین وایي، د محتسبیننو د قانون د ۲۲مې مادې، ۱۱مې فقرې او د امیرالمؤمنین حفظه الله د ۱۳ ګڼې فرمان له مخې یې د دې ولایت اړوند د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې امریت په همغږۍ پر څه باندې څلوېښت متره مربع ځمکه باندې د بنګو کرل شوی کښت له منځه یو ووړ.

محتسبین زیاتوي چې، هېچا ته به اجازه ور نکړي چې د نشه یي توکو پر استعمال، کښت او قاچاق لاس پوري کړي او په دې برخه کې به جدي کړنو ته لا هم دوام ورکړي.

د یادولو وړ ده، چې د دې ولایت محتسبینو تر دې وړاندې د اندړو ولسوالۍ په میرلي کلي کې پر څه باندې ۹۰ متره مربع ځمکه باندې د بنګو کرل شوی کښت له منځه وړی و.

Latest news

Mon, Nov 02 2026 10:29 AM
Background image

In Balkh province officials have arrested a person involved in fortune-telling, along with the tools used for fortune-telling

Officials of the Ministry in Balkh Province have arrested a man accused of practicing witchcraft in Sholgara District, as part of their ongoing activities. 
The man had reportedly been. . .

BACK TO NEWS