محتسبینو په څلورو ولایتونو کې شپږ ښځې له غیر شرعي نکاحګانو څخه وژغورلې
د پکتیکا، زابل، بلخ او غور ولایتونو محتسبینو د خپلو ورځنیو کړنو پر دوام شپږ ښځې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.
د یادو ولایتونو د امربالمعروف ریاست مسؤلین وایي: یادې ښځې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښې پرته یې د ناوړه دودونو له مخې په جبري ډول په نکاح ورکړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.
دد یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.
