محتسبینو په څلورو ولایتونو کې اووه ښځې له غیر شرعي نکاح‌ګانو څخه وژغورلې

fazli_admin
Sat, Aug 01 2026 2:43 PM
ghyr_shry_nkahkanw

د پکتیکا، غور، لغمان او نورستان ولایتونو محتسبینو د مېرمنو د حقونو د خوندیتوب او په دې برخه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه اووه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د ناوړه دودونو له امله یې د هغو له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.

یاد مسؤلین وایي: یادې مېرمنې چې د کورنۍ غړو یې غوښتل د هغوی له خوښې پرته یې د ناوړه دودونو له مخې په جبري ډول په نکاح ورکړي، د محتسبینو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلینو په تېره سرطان میاشت کې د مېرمنو د حقونو اړوند ۳۸۸ بېلابېلي قضیې حل کړې دي، چې په دې قضیو کې د کورني ظلم، غیر شرعي نکاح، کورني بند، میراث، نفقې او ورته قضیې شاملې دي.

Latest news

Sun, Aug 02 2026 2:45 PM
Background image

Peace and Islamic brotherhood replaced 21 disputes and hostilities in the eight provinces

As a result of the continued efforts of personnel (Muhtasibs) from the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the Complaints of IEA, 21 disputes and. . .

Sun, Aug 02 2026 10:22 AM
Background image

Four tons of low-quality and expired food products were collected from markets in Zabul Province

As a result of monitoring and inspection efforts in the markets of Zabul Province, personnel (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue, Prevention of Vice, and Hearing the. . .

BACK TO NEWS