محتسبینو په اتو ولایتونو کې ۳۰ مېرمنې له کورني ظلم څخه وژغورلې

fazli_admin
Wed, Jul 15 2026 8:57 AM
27790ad6-e300-445a-a99d-9476df3bc207.jpg

محتسبینو په زابل، بلخ، سرپل، پکتیکا، بغلان، تخار، فراه او غور ولایتونو کې د مېرمنو د حقونو خوندیتوب او په ټولنه کې د مېرمنو پر وړاندې د ناوړه پېښو د مخنیوي په لړ کې ۳۰ مېرمنې، چې د خاوندانو او د کورنۍ د غړو له لوري ور سره ناوړه چلنده کېده؛ له کورني تاوتریخوالي ژغورلې او له شرعي حقونو څخه یې برخمنې کړې.

د امربالمعروف مسؤولین یې په تړاو وایي: یادې مېرمنې چې له اوږدې مودې راهیسې د ناوړه چلند له امله له سخت کورني تاوتریخوالي سره مخ وې، چې د محتسبینو په هڅو بېرته له خاوندانو سره یو ځای او له خپلو شرعي حقونو څخه برخمنې شوې.

محتسبین زیاتوي، چې په یادو قضیو کې د کورني ظلم، نفقې، کورني بند، ولور، میراث او ورته نورې قضیې د محتسبینو له لوري حل شوې دي او د محتسبینو له لوري د مېرمنو د حقونو د تأمین په موخه جدي کړنې لا هم دوام لري.

Latest news

Wed, Jul 15 2026 3:21 PM
Background image

A total of 27 disputes and long-standing feuds were resolved in seven provinces

In line with strengthening Islamic unity, promoting social peace, and resolving conflicts and hostilities among ethnic groups and families, the personnel of the Ministry for the. . .

Wed, Jul 15 2026 9:49 AM
Background image

30 women were rescued from domestic abuse in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor

Inspectors (Muhtasibs) of the Ministry for the Promotion of Virtue and Prevention of Vice in the provinces of Zabul, Balkh, Sar-e Pol, Paktika, Baghlan, Takhar, Farah, and Ghor have. . .

BACK TO NEWS