محتسبینو په پکتیا، میدان وردګ، غور او بلخ ولایتونو کې پنځه مېرمنې له غیر شرعي نکاح ګانو څخه وژغورلې
د امربالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د پکتیا، میدان وردګ، غور او بلخ ولایتونو محتسبینو پنځه مېرمنې، چې کورنیو یې غوښتل د زیاتو پیسو او ناوړه دودونو له امله یې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ور کړي وژغورلې.
یادې مېرمنې، چې د ناوړه دودونو او زیاتو پیسو په بدل کې د هغوی له خوښې پرته په نکاح ورکول کېدلې؛ وروسته له هغه یې د نکاح مخه ونیول شوه، چې د یادو ولایتونو د امربالمعروف ریاستونو ته د قضیو د حل په موخه عارضې شوې.
د یادولو وړ ده، چې د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسؤلین د مېرمنو د حقونو خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او ډاډ ورکوي، چې هیچاته به اجازه ور نه کړي، چې د مېرمنو حقونه تر پښو لاندې کړي.
