محتسبینو په اتو ولایتونو کې له دیني عالمانو او قومي مخورو سره د ناوړه دودونو د مخنیوي په موخه ناستې وکړې
د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت اړوند د تخار، سمنګان، کابل، نورستان، پروان، بامیان، پکتیا او کاپیسا ولایتونو محتسبینو د ځایي مسؤلینو په ګډون له دیني عالمانو، قومي مخورو او ځوانانو سره د امر بالمعروف وزارت د قانون د لا ښه تنفیذ او په ټولنه کې د ناوړه دودونو د مخنیوي او همغږۍ په موخه ناستې وکړې .
دغه راز ګډون والو په ټولنه کې د ناوړه دودونو د له منځه وړلو او د عامه ذهنیت د سمون پر لارو چارو خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپل نظریات، وړاندیزونه او د همغږۍ طرحې وړاندې کړلې.
ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د اسلامي شریعت د حکمونو د پلي کېدو، د ټولنې د اصلاح او د شرعي قوانینو د مؤثر تطبیق په موخه به په ګډه هڅو ته دوام ورکوي.
